کابل (پژواک،۲۶ ليندۍ ۹۸): د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د امریکا د فدرال محکمې له خوا ددې جرګې د غړي احمد یوسف نورستاني پر زندان محکومیت د اندېښنې وړ وباله او له یادې جرګې څخه یې د نوموړي د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.
د امریکا د فدرال محکمې د پرېکړې له مخې د مشرانو جرګې اوسنی غړی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رییس احمد یوسف نورستانی په لس کاله بند او ۲۵۰ زره امریکايي ډالر جریمه محکوم شوی دی.
د امریکا د متحده ایالاتو د کلفورنیا په جنوبي سیمه کې د پلټنې دفتر د څرګندونو له مخې نورستاني په یاد هېواد کې د ټولنیز تامین سازمان ته دروغ ویلي دي.
د راپور له مخې، نورستاني منلې چې ۱۰۰ زره ډالر یې د امریکا له حکومت څخه په ناقانونه دول پټ ترلاسه کړي او ټاکل شوې د ۲۰۲۰ مېلادي کال د مارچ په نهمه بیا محکمې ته حاضر شي.
نورستانی له افغانستان سربېره امریکايي تابعیت هم لري.
د افغانستان د ولسمشرۍ ریاست ویاند صدیق صدیقي د نورستاني د محکومیت په غبرګون کې ویلي چې که نورستاني په امریکا کې ناقانونه عمل کړی وي د هغه هېواد عدلي او قضايي بنسټونه کولای شي د نوموړي په اړه تصمیم ونیسي.
نن په مشرانو جرګه کې په دې تړاو هم خبرې وشوې.
په مشرانو جرګه کې د کندهار د خلکو استازي رحمت الله اڅکزي وویل: ((د تاسف ځای دی چې زموږ برحال سناتور په امریکا کې محاکمه کېږي. هغه کسان چې د نورو هېوادونو تابعیت ولري باید د سناتور په توګه ونه ټاکل شي.))
نوموړي له مشرانو جرګې څخه د نورستاني د لرې کېدو غوښتنه وکړه.
په یاده جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي هم ورته نظر درلود او ویې ویل: ((په نورستان کې ډېر کادرونه شته چې د نورستاني پر ځای معرفي شي.))
د دې جرګې ځینو نورو غړو هم له مشرانو جرګې څخه د نورستاني د لرې کېدو غوښتنه وکړه.
خو د مشرانو جرګې غړي امان الله عظیمي وویل، نورستانی د افغانستان د مشرانو جرګې غړی دی او باید په افغانستان کې محاکمه شي.
خو د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل، نورستانی د یوه امریکايي تبعه په عنوان محاکمه شوی نه د افغانستان د مشرانو جرګې د غړي په توګه.
هغه زیاته کړه: ((که نورستاني د سناتور په توګه په افغانستان کې د ننه کوم جرم ترسره کړی وای، نو د قانون له مخې باید ورسره قانوني چلند شوی وای، مشرانو جرګې نوموړی تر وروستي حکم تعقیبولو خو اوس دغه جرم له افغانستان څخه بیرون ترسره شوی او جرګه نه شي کولای په هغه کې مداخله وکړي.))
مسلمیار وویل، تشویش ته اړتیا نشته، ځکه د یوې ولسوالۍ یا امریکا د یوه ایالت محکمې پر نورستاني حکم کړی او ښايي په وروستیو مرحلو کې برائت ترلاسه کړي.
د یادونې ده چې اته میاشتې مخکې هم نورستانی په افغانستان کې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د دندې له صلاحیت څخه د ناوړه استفادې له امله په یو کال او یوه میاشت تنفیذي بند او یو میلیون افغانۍ جریمه محکوم کړ.