ښرنه (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٨): د پکتيکا ولايت په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د ۲۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي چې يو شمېر يې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
د پکتيکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکني يحيى خېلو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له خلکو سره په ناسته کې وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو په تېره يوه نيمه لسيزه کې زياتې قربانۍ ورکړې دي چې له امله يې په دې ولسوالۍ کې امنيت خوندي شوی دی.
هغه زياته کړه چې روان کال يې په يحيى خېلو ولسوالۍ کي د کليو پراختيا رياست د ولسي تړون د پروګرام په مټ په دې ولسوالۍ کي سلګونه بېلابېلې پروژې د ۲۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت ګټې اخيستنې ته وسپارلې.
والي وايي، په دې پروژو کې ۴۹۵ کيلوواټه لمريزه برېښنا، ۱۰۶ د اوبو پاکې څاګانې، ۲۸ د پاکو اوبو ذخيرې، ۶ بابه ښوودنځيو ته ودانۍ، سربندونه او ګڼ شمېر استنادي دېوالونو پروژې ګټې اخيستني ته سپارل شوې دي.
د يحيى خېل ولسوالۍ قومي مشر حاجي سرور خان وويل چې د دې ولسوالۍ کي ترسره شوي پروژې ګټورې وي، خو لا هم دې ولسوالۍ ته پاملرنه غواړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP