کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٨): د سرچينو د معلوماتو له مخې، که چېرې طالبان لس ورځني اوربند ته اماده نه شي؛ نو په قطر کې به يې له امريکا سره بیاپیل شوې خبرې يوځل بيا زيانمنې شي.
شاوخوا درې مياشتې مخکې د امريکا د ولسمشر ټرمپ له خوا له طالبانو سره د خبرو له ځنډولو وروسته دا خبرې له دوو اوونیو راهیسې يو ځل بيا په قطر کې پيل شوې دي.
دا خبرې د دويم ځل لپاره پر بګرام هوايي ډګر د طالبانو له ډله ييز بريد وروسته ځنډول شوې او امريکا طالبانو ته ويلي چې له خپلو مشرانو سره پر اوربند او تاوتريخوالي کمولو خبرې وکړي.
بلخوا په سعودي کې د (عرب نيوز) يوې عربي رسنۍ د طالبانو د سرچينو په حواله خبر ورکړى چې د تېرې اوونۍ د خبرو په وروستيو ورځو کې امريکا طالبانو ته د اوربند په اړه اخطاريه ورکړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، امريکا غواړي چې د اوربند پر مهال له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړي.
د طالبانو يادې سرچينې په ډاګه کړې چې دوى له خپلو مشرانو سره مشورې پيل کړې او په دې اړه يې وړانديزونه سره تبادله کړي دي.
سرچينې زياته کړې: ((امريکا د اوربند په اړه د (هو، يا نه) ځواب غواړي او له اوربند پرته نورې خبرې کول نه غواړي.))
د روانې ډسمبر مياشتې په ١٣مه نېټه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپل يو ټويټ کې ليکلي وو: ((له طالبانو سره په روانو خبرو کې ځنډ راغلى، څو طالبان له خپلو مشرانو سره د تاوتريخوالي د کمولو په اړه مشورې وکړي.))
د يادو خبرو له ځنډېدو وروسته زلمی خليلزاد پاکستان ته ولاړ، د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال باجوه، د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي او نورو مشرانو سره يې وليدل.
که څه هم د دې ليدنو په رسمي خبرپاڼو کې دا ښودل شوې چې پر افغان سولې يې خبرې کړې، خو سرچينې وايي چې خليلزاد هڅه کوله د پاکستان پر فشار طالبان اوربند ته اماده کړي.
تر اوسه خليلزاد او طالبان د وروستيو پرمختګونو په اړه رسمي تازه دريځونه نه دي څرګند کړي.