Language

غزني کې حکومت او طالبان یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

غزني ښار (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٨): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې په غزني ښار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١١ طالبان وژل شوي خو طالبان بيا د ١١ حکومتي سرتېرو وژل کېدو خبره کوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د لېندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز اړوند په شهباز سيمه کې د پوليسو پر امنيتي پوستې بريد وکړ.

هغه وايي چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

ده وويل چې په دې جګړه کې د لويې لارې د ټولي قوماندان د ميرويس اکرمي په ګډون دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د شهباز سيمې اوسېدونکي نقيب الله پژواک ته وويل چې تېره شپه اووه بجې د دوى په سيمه کې جګړه پيل وه.

هغه وايي: ((جګړې څو ساعته دوام وکړ، وروسته یې هوايي ځواکونه هم مرستې ته راغلل او طالبان يې له سيمې وشړل.))

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه د غزني په شهباز سيمه کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې ١١ حکومتي سرتېري او درې طالبان وژل شوي او دوه نور طالبان ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، درې شپې وړاندې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د سيمه ييزې اردو ٢٣ غړي د خپلو ملګرو له لوري چې د طالبانو نفوذي کسان وو، ووژل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.