Language

خليلزاد : د سولې بهير  مهم پړاو ته نږدې کېږو

 

کابل (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٨): دافغان سولې لپاره دامريکا ځانګړى استازى زلمی خلیلزاد وايي چې د سولې بهير يوه مهم پړاو ته نږدې کېږي.

هغه په کابل کې له افغان مشرانو سره له تېرو دوو ورځو خبرو وروسته تېره شپه ناوخته پر خپله ټويټر ليکلي، چې په کابل کې يې سلا مشورې بشپړې کړې او دا سفر يې ګټور بللى دى.

خليلزاد زياته کړې چې د افغان ولسمشر اشرف غني او اجرايوي رييس ډاکټر عبدالله په ګډون يې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ناټو قوماندان جنرال مېلر، د افغان ښځو او مدني ټولنو له استازو سره ليدلي دي.

نوموړي زياته کړې: ((موږ د تاوتريخوالي پر کمولو او بين الافغاني مذاکراتو ته د لارې برابرولو پر هڅو وغږېدو.))

د خليلزاد وروستۍ هڅې:

شاوخوا درې مياشتې مخکې د امريکا د ولسمشر ټرمپ له خوا له طالبانو سره د خبرو له ځنډولو وروسته د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې يو ځل بيا په قطر کې پيل شوې، خو له پنځو ورځو خبرو وروسته د دويم ځل لپاره وځنډېدلې.

دا خبرې د دويم ځل لپاره پر بګرام هوايي ډګر د طالبانو له ډله ييز بريد وروسته ځنډول شوې او امريکا طالبانو ته ويلي چې له خپلو مشرانو سره پر اوربند او د تاوتريخوالي پر کمولو خبرې وکړي.

د يادو خبرو له ځنډېدو وروسته زلمی خليلزاد پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال باجوه، د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي او نورو مشرانو سره يې وليدل.

که څه هم د دې ليدنو په رسمي خبرپاڼو کې دا ښودل شوې چې پر افغان سولې يې خبرې کړې، خو سرچينې وايي چې خليلزاد هڅه کوله د پاکستان پر فشار طالبان اوربند ته اماده کړي.

تر اوسه خليلزاد او طالبانو د وروستيو پرمختګونو په اړه رسمي تازه دريځونه نه دي څرګند کړي.

بلخوا په سعودي کې د (عرب نيوز) يوې عربي رسنۍ د طالبانو د سرچينو په حواله خبر ورکړى چې د تېرې اوونۍ د خبرو په وروستيو ورځو کې امريکا طالبانو ته د اوربند په اړه اخطاريه ورکړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، امريکا غواړي چې د اوربند پر مهال له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړي.

سرچينې زياته کړې: ((امريکا د اوربند په اړه د (هو، يا نه) ځواب غواړي او له اوربند پرته نورې خبرې کول نه غواړي.))

د روانې ډسمبر مياشتې په ١٣مه نېټه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپل يو ټويټ کې ليکلي وو: ((له طالبانو سره په روانو خبرو کې ځنډ راغلى، څو طالبان له خپلو مشرانو سره د تاوتريخوالي د کمولو په اړه مشورې وکړي.))