Language

له بېوزلو سره د مرستې په موخه د افغان سوداګرو د زکات صندوق جوړېږي

کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۹۸): د ملي سوداګرو په دويمه سراسري ناسته کې د نندارتون جوړولو ترڅنګ ۱۵۲ اړخیز سوداګریز تړون لاسلیک شو او د افغان سوداګرو د زکات د صندوق جوړولو خبر هم ورکړ شو.

د افغانستان د یلو پېج (د افغانستان د سوداګرېز لارښود) یوه بسنټګر سید منصور سادات په هغې غونډه کې چې د افغانستان د سوداګریزې رهنما کتاب د لارښود تړون د لاسلیک په اړه په کابل کې جوړه شوې وه، د سوداګریزې رهنما درلودل د یوې ټولنې لپاره مهم او اړین وبلل او ویې ویل د افغانستان د سوداګریز لارښود په کتاب کې د ۲۰۲۰ ميلادي کال لپاره، له ۱۲زرو د ډېرو شرکتونو ادرسونه او د ټيلېفونې اړیکو شمېرې خپرې شوې دي.

نوموړي د دې په څرګندولو چې دغه ډول لارښود د نړۍ په نورو هېوادونو کې هر کال چاپېږي، زیاته کړه چې عام خلک او شرکتونه کولای شي د دغه کتاب له ګټو برخمن شي.

د ده په خبره، د افغانستان د سوداګریز لارښود د ابتکار له مخې، له صنعتي او تولیدي شرکتونو سره په تفاهم، تړون لاسلیک شو چې پر بنسټ یې هغه شرکتونه چې طرف واقع دي، اړ دي چې په تړون کې شاملو شرکتونو ته ځانګړی تخفیف ورکړي، څو له تولیداتو یې ګټه واخلي.

نوموړي د ۱۵۲ اړخیز سوداګریز تړون د لاسلیک موخه د هېواد د داخلي تولیداتو استفادې ته د شرکتونو هڅول وبلل او ویې ویل چې تېر کال همدا ډول سوداګریز تړون د ۱۱۴ شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوی و.

سادات په خپلو خبرو کې د افغان سوداګرو د زکات صندوق جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغان سوداګرو ابتکار چې د افغانستان د سوداګریز لارښود غړیتوب لري، د افغان سوداګرو د زکات صندوق جوړوي او موخه به یې له اړتیا لرونکو سره مرسته وي.

هغه زیاته کړه چې پر دغه صندوق د باور او اعتماد لپاره استازی ټاکل کېږي، څو هغه سوداګر چې له دغه صندوق سره مرسته کوي، د شفافیت او مرستو له وېشلو ډاډمن وي.

نوموړي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.

د خلکو په چارو کې د ولسمشر سلاکار او د هېواد سوداګر اعتبار خان ځدراڼ چې په دې ناسته کې یې شتون درلود، وویل چې د سوداګریز لارښود چاپ او تیارول کولای شي خپلې اړیکې له شرکتونو سره له مخکې نه ښې ټینګې کړي.

د ولسمشر د سلاکار په خبره، دغه لارښود د نړۍ په هېوادونو کې هم شته چې کولای شي د هېواد له تولیدي او صنعتي شرکتونو سره د خلکو او شرکتو د لاسرسي زمینه برابری کړي.

نوموړي وویل، د افغانستان دولت هر وخت د خصوصي سکتور ملاتړی دی او په دې برخه کې یې هېڅ ډولې هڅې نه دی درېغ کړی.

د افغانستان د یلوپېج (د افغانستا د سوداګریز لارښود) د رهبرۍ یوه بل غړي سید اشرف هاشمي وویل چې د تړو له لاسلیک وروسته سوداګریز شرکتونه کولای شي په  ځانګړي تخفیف سره له نورو محصولاتو استفاده وکړي.

دغه تړون د ګډون کوونکو په حضور کې لاسلیک شو او د افغانستان د سوداګریز لارښود کتاب مخکتنه وشوه.

د هاشمي د معلوماتو له مخې، د نن ورځې په غونډه کې ۵۰ داخلي شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

نوموړي وویل چې د افغان سوداګرو صندوق د شرکتونو ترمنځ له تړون وروسته په رسمي ډول پرانیستل کېږي او هر سوداګر کولای شي په هره کچه چې وغواړي؛ له دغه صندوق سره مرسته وکړي.