کابل (پژواک، ٢٨ لېندۍ ٩٨): د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني د هېواد له مشهور هنرمند استاد ګلزمان او یو شمېر نورو هنرمندانو سره د مرستې په خاطر د اطلاعاتو فرهنګ وزارت وړاندیز منظور کړ.
له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپلې مخکنۍ برنامې پر بنسټ، د ۱۳۹۸ کال هنري فیسټیوال او په وروستیو سلو کلونو کې د هنري بهیر سیمینار د تېرې یکشنبې په ورځ جوړ کړی و.
سرچينې زياته کړې، دغه سیمینار ته د استاد ګلزمان په ګډون د هېواد د اوو څانګو له ۴۵۰ تنو زیات هنرمندان بلل شوي وو چې اووه پریزنټېشنونه په کې وړاندې شول او هره ځانګړې څانګه د تېرو سلو کلونو په لړ کې و ارزول شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، اطلاعاتو او کلتور وزارت او د هنر عالي شورا د استاد ګلزمان په ګډون د مرکز او ولایتونو د اوو ګونو څانګو ۵۰ هنرمندانو ته د مرستې وړاندیز د جمهوري ریاست عالي مقام ته وکړ او د هېواد ولسمشر د یاد وړاندیز د منظورۍ پر مهال لارښوونه وکړه چې په کابینه کې د تصویب په خاطر دې د راتلونکي کال لپاره د عمر خوړلو هنرمندانو میاشتنی معاش مطرح شي.