Language

حکومت : په بغلان او لغمان کې ٢١ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

جلال اباد، پلخمري (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٨) : چارواکو په لغمان او بغلان ولايتونو کې د عملياتو پر مهال د ٢١ تنو وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړى دى.

په ختيځ کې د ملي امنيت د ٠٢ ځانګړې قطعې مطبوعاتي دفتر لخوا دلړم په٢٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې تېره شپه د لغمان ولایت د قرغيو ولسوالۍ په زنګور سيمه کې د وسلوالو طالبانو پر مرکزونو هوايي او ځمکنی عمليات ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې ددې عملياتو په پايله کې يوولس تنه وسلوال طالبان وژل شوي څلور مرکزونه ، د وسلو او مهماتو يوه زېرمه يې هم له منځه وړل شوې ده.

دغې قطعې ويلي چې په ياده سیمه کې وسلوالو طالبانو ځانمرګي روزل ، موټر بمونه او ماينونه يې جوړل چې لغمان او د ننګرهار ولایتونو په مختلفو ولسواليو کې يې ترې د ترهګريزو کړنو لپاره استفاده کوله.

بلخوا ځايي چارواکي وايي، چې دبغلان ولايت په دوه جلا جلا پېښوکې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په شمال ختيځ زون کې د پامير قول اردو وياند تورن عبدالهادي جمال پژواک ته وويل چې د بغلان د مرکز اړوند ډنډغوري په سيمه کې يوه ډله وسله والو غوښتل له ناچاوده توکو ډک فولډر ډوله موټر نامعلومې سېمې ته ولېږدوي، خو پر دوى يې چاودنه کړې ده.

سرچينې زياته کړې چې په دې چاودنه کې شپږ تنه وسله وال ووژل شول .

دغه راز د بغلان دامنيې قوماندانۍ ویاند احمدجاویدبشارت وايي چې  وړمه شپه دمرکزي بغلان ولسوالۍ بايسقال سيمه کې څلور وسله وال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.