Language

غزني ښار (پژواک ۲۹ لړم ۹۸) : د غزني ولایت دده یک ولسوالۍ ولسوال فضل الرحمن نظروال وسله والو مخالفینو سره په یوه نښته کې ټپي شوی دی.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وایې نظروال  چې له امنيتي ځواکونو سره يې ددې ولسوالۍ د رامک په سیمه کې په عملياتو کې د  امنيتي سرتيرو سره تللی وو  نن له غرمي وروسته وسله والو طالبانو سره  رامنځته شوي نښته کې پر پښه ټپي شو.
نوري وایې نظروال دمګړۍ تر درملني لاندې دى او روغتيايې وضعيت يې د ډاډ وړ دى.
هغه وایي، په رامنځته شوي نښته کې دريې تنه طالب وسله وال هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.