Language

د کندهار يو کانال ته د موټر غورځېدو له امله ٩ تنه مړه شوي

کندهار ښار (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٨):  د کندهار د اوبو په يوه کانال کې د موټر لوېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه مړه شول .

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي د لړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، يو سراچه موټر چې تېره شپه دوولس بجې د شاولیکوټ ولسوالۍ له ویان سیمې څخه ارغنداب ولسوالۍ ته روان و، ، د دغې ولسوالۍ په خوجه ملک سیمه کې د اوبو یو کانال ته لوېدلى.

هغه ه زياته کړه ، په دې پېښه کې ۹ تنه چې ۴ ښځې، ۴ ماشومان او ۱ نارينه په کې شامل دي مړه شوي دي.

د احمدي په وينا، مړه شوي ټول چې د يوې کورنۍ غړي دي جسدونه يې نن سهار له اوبو څخه راويستل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، موټر چلوونکې لار ورکه کړې وه او له همدې امله یې موټر د اوبو کانال ته لوېدلی.

Related Topics