کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو هغو ۱۲ نوماندانو ته چې له سل زرو کمې رایې یې ترلاسه کړې، یو ــ یو میلیون افغانۍ چې د نوم لیکنې په ورځ یې ټاکنو کمېسیون ته د ضمانت لپاره ورکړې دي، بېرته نه ورکول کېږي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شوي خو تر اوسه یې لومړنۍ پایلې نه وې اعلان شوې.
د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پایلو له مخې، ۹۲۳۸۶۸ رایې (٥٠،٦٤) سلنه محمد اشرف غني، ٣٩،٥٢ سلنه (۷۲۰۹۹۰) رایې عبدالله عبدالله او پاتې نورو ۱۲ نوماندانو له سل زرو کمې رایې ترلاسه کړې دي.
ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۲ رایې، رحمتالله نبیل ۳۳۹۲۱ رایې، ډاکتر فرامرز تمنا ۱۸۰۶۶ رایې، سید نورالله جلیلي ۱۵۵۲۶ رایې، عبداللطیف پدرام ۱۲۶۰۸ رایې، عنایت الله حفیظ ۱۱۳۷۴ رایې، محمد حکیم تورسن ۶۵۰۴ رایې، احمدولي مسعود ۳۹۴۲ رایې، محمد شهاب حکیمي ۳۳۲۴ رایې، غلام فاروق نجرابي ۱۶۰۶ رایې، محمدحنیف اتمر ۱۵۶۵ رایې او نور رحمان لېوال ۸۶۵ رایې ترلاسه کړې دي.
یادو ۱۲ نوماندانو په داسې حال کې له سل زرو کمې رایې ترلاسه کړې دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوم لیکنې په ورځ هر یوه د ۱۰۰ زره کسانو لېست د خپلو پلویانو په نوم کمېسیون ته سپارلی دی.
د ټاکنیزې کړنلارې له مخې، هغه کسان کولای شي ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شي چې د ټاکنو قانون د ۳۸ مې مادې د بشپړولو ترڅنګ د نوم لیکنې په ورځ د هېواد له ۲۰ ولایتونو څخه ۱۰۰ زره داسې کسان چې د نوموړي نوماندي تایید کړي له یو میلیون افغانیو سره کمېسیون ته وړاندې کړي.
د ټاکنو کمېسیون سرپرست ویاند ذبېح الله سادات له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، د ټاکنو د طرزالعمل پر اساس هغه نوماندان چې له ۱۰۰زرو کمې رایې ولري، ټاکنو کمېسیون ته په ضمانت کې ورکړل شوې یو میلیون افغانۍ بېرته نه ورکول کېږي.
د ټاکنو کمېسیون د معلماتو له مخې، په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې یو میلیون او ۸۲۴ زره او ۴۰۱ کسانو ګډون کړی و.
ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې له نوماندانو هم ولسي جرګې ته د نوماندۍ پر مهال ۳۰ زره افغانۍ او د ۱۰۰۰ پلویانو لېست اخلي خو ددې جرګې په تېرو ټاکنو کې ۱۶۸۷ نوماندانو له ۱۰۰۰ کمې رایې ترلاسه کړې وې او له ۵۰ میلیون ډېرې افغانۍ چې د ضمانت په ډول له یادو نوماندانو اخیستل شوې وې بېرته ورنکړل شوې.
د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې ټول ٢٦٧٦ کسان ددې جرګې غړیتوب ته نوماند وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP