پل علم (پژواک، ٢ مرغومى ٩٨): د لوګر چارواکي وايي چې د ٢٨ ميليونه افغانيو په لګښت په مرکز پل علم کې د دغه ولايت د استيناف څارنوالۍ لپاره نوې ودانۍ جوړېږي.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د مرغومي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ په ٣٣٠٠ متره مربع ځمکه کې د يوه کال په موده کې جوړېږي.
ده وويل چې پر دغې ودانۍ ٢٨ ميليونه افغانۍ لګول کيږي چې لګښت يې د حکومت له پراختيايي بوديجې څخه ورکول کيږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ په درېيو پوړونو کې جوړېږي چې ٢٠ اداري خونې او نور ملحقات به ولري.
په ورته وخت کې د لوګر د استيناف څارنوالۍ رييس محمد عمر دوست پژواک ته وويل، دا لومړى ځل دى چې په دغه ولايت کې د استيناف څارنوالۍ لپاره خپله ودانۍ جوړېږي.
ده وويل: ((موږ تر اوسه پورې د دفتري چارو د ترسره کولو لپاره خپله ودانۍ نه لرو چې هم موږ او هم مراجعين په مشکلاتو کې دي.))
نوموړي هيله وښوده چې د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دوى دغه ستونزې هوارې شي.
د يادونې ده چې دا مهال په لوګر ولايت د ٦٦٦ ميليونه افغانيو په لګښت د ١٤٨ لويو او کوچينو پروژو د جوړېدو چارې روانې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP