کابل (پژواک،۲ مرغومی ۹۸): مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودیجې طرحه چې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ عادي او پراختیايي بودیجه ده ولسي جرګې ته وړاندې کړه.
د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ نېټه پیلېږي او نن د هېواد د مالي کال دویمه ورځ ده.
مشرانو جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې طرحه له ځینو وړاندیزونو سره د لیندۍ په ۱۲ تایید کړې وه.
د اساسي قانون د ۹۸ مې مادې په اساس د دولت بودیجه او پراختیايي پروګرامونه مشرانو جرګې او ددې جرګې تر نظر او مشورو وروسته ولسي جرګې ته وړاندې کېږي.
د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې طرحه معرفي کړه.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې طرحه کې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ وړاندوینه شوې چې ۲۸۹ میلیارده افغاني عادي بودیجه او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ د دولت پراختیايي بودیجه ده.
د مالیې وزارت سرپرست وايي چې د راتلونکي کال د بودیجې طرحه د ځينو اړتیاوو، سرچینو، واقعیتونو او په هېواد کې د مالي محدودیتونو په اساس ترتیب شوې ده.
قیومي وویل، په راتلونکي کال کې د دولتي عایداتو کچه ۲۰۹ میلیارده افغانۍ اټکل شوې چې د ټولې ملي بودیجې ۴۸ برخه پوره کوي او پاتې له نړیوالو مرستو تمویلېږي.
د ده په خبره، د بودیجې په یاده طرحه کې له ټولې پراختیايي بودیجې ۶۳ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۷۵ میلیارده افغانۍ غیر اختیاري دي.
دده په خبره، اختیاري بودیجه په هغه وجو کې شامله ده چې له داخلي عایداتو ترلاسه کېږي او یا د نړیوالې ټولنې د مرستو پیسې دي چې د دولت د بودیجې له خوا تمویلېږي، خو غیر اختیاري بودیجه د هغو پروژو اړوند ده چې د تمویلوونکي له خوا ترسره کېږي.
قیومي وویل، عادي بودیجه تر ډېره د امنیت، مصونیت، عامه نظم، پوهنې، د استوګنې د ځایونو برابرېدلو په برخو او پراختیايي بودیجه ډېری د استوګنې د ځایونو، ترانسپورټ، مخابراتو، انرژۍ، کانونو او ځانګړو عامه خدمتونو لپاره ځانګړې شوې ده.
login or register a new account.