ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: لا هم له سلو زیاتې ولسوالۍ د امنیه قوماندانیو ودانۍ نه لري

ولسمشر غني: لا هم له سلو زیاتې ولسوالۍ د امنیه قوماندانیو ودانۍ نه لري

author avatar
23 Dec 2019 - 18:27
ولسمشر غني: لا هم له سلو زیاتې ولسوالۍ د امنیه قوماندانیو ودانۍ نه لري
author avatar
23 Dec 2019 - 18:27

کابل (پژواک ٢ مرغومى ٩٨): ولسمشر غني د ملي امنيت شورا په دفتر کې د نويو ګومارنو په مراسمو کې وويل، په امنیتي او دفاعي ځواکونو شوی لګښت له شته تاسیساتو سره هیڅ د پرتلنې وړ نه دی، ځکه لا هم له سلو زیاتې ولسوالۍ د امنیه قوماندانیو ودانۍ نه لري.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن غرمه د ملي امنیت شورا دفتر کې د نویو مرستیالانو د معرفي په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

سرچينه زياتوي، په پیل کې د جمهوري ریاست فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهور رئیس حکمونه ولوستل. د دې حکمونو په اساس سالم شاه ابراهیمي په مافوق رتبه بست کې د تخنیکي مرستیال، سیدعبدالوحید قتالي په مافوق رتبه بست کې د سیاسي او ولسي مرستیال، محمد حمید طهماسي د سترجنرال په بست کې د ملي امنیت شورا دفتر د سرمفتش، رفیع فاضل په مافوق رتبه بست کې د ملي امنیت سلاکار دفتر د لوی رئیس، محمد ماهر یعقوبي د ډګر جنرال په بست کې د امنیتي سکتور رهبرۍ د انکشاف او تصفیې د رئیس، محمدرضا فضلي په فوق رتبه بست کې د ملي استخباراتو د اخذ او همغږۍ د رئیس او سید خادم انتظار په فوق رتبه بست کې د سولې او ملکي وګړو د ساتنې د رئیس په توګه وګومارل شول.

سرچينه کاږي، ولسمشر غني په چهارچنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ د رامنځته شوې همغږۍ او همکارۍ قدرداني وکړه او ويې ویل، ملي امنیت یو نظام او سیستم دی، که یوه برخه یې له بلې سره اړیکه او همغږي ونه لري، نو ښه پایله نه لري.

ده د ملي امنیت سلاکار له پوهې او رول څخه په مننې کولو وویل، ستاسو د همکارۍ او همغږۍ له برکته په یو کال کې د قوې استعمال منسجم او اغېز یې زیات شوی دی.

هغه همدارنګه د چارو ادارې لوی ریاست د مسوولیت پر مهال د سید عبدالوحید قتالي د کارنامو قدرداني وکړه او ويې ویل، د ملي امنیت شورا بنسټ د ثبات، مصئونیت او خاصتا اساسي قانون او بې طرفۍ ته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ژمنتیا لپاره لازم او ضروري دی.

ده څرګنده کړه، د ملي امنیت شورا بنسټ د وسله وال پوځ اعلی سرقومانداني، په منسجم، سنجول شوي او بنسټ محوره نظام بدلوي.

ولسمشر د نویو بدلونونو موخه د ملي امنیت شورا او سرقوماندانۍ د ناستو د پرېکړو تعقیب او د هغو د تطبیق په اړه د ډاډ ترلاسه کول وبلل او ويې ویل، له تعقیب پرته پرېکړې د نهیلۍ لامل کېږي، نو د پرېکړو د تطبیق یو سیستم باید وي، ځکه تطبیق په ملت کې د باورمندۍ نجیبه دایره ایجادوي.

محمد اشرف غني د امنیتي او دفاعي سکتور رهبرۍ څخه په مننې کولو وویل، زموږ ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته تللي او واضح هدف دا دی چې په ټول هېواد کې به د قوې استعمال یواځې تر امنیتي او دفاعي ځواکونو پورې منحصر وي.

هغه زیاته کړه، زموږ تمرکز باید په دولت جوړولو وي، ځکه خلک قوي، مسوول او ځواب ویونکی دولت غواړي او خلک دولت محوره دي. زموږ ځواکونه د هېواد په هره نقطه کې د دولت قوت نندارې ته وړاندې کولای شي، مګر ساتنه یې په ملکي ادارو او خلکو پورې اړه لري.

د ده په وينا، په ملکي او نظامي بنسټونو کې وظیفوي تداخل یو ستړی کوونکی میراث و؛ د ادارو مسوولیتونه باید مشخص او منظم شي. د موثرې همغږۍ د میکانیزمونو ایجاد او پیاوړتیا زموږ له اساسي اړتیاوو څخه ده، ترڅو چټک عمل وکړو.

نوموړي پر سمپا په ټینګار کولو وویل، په امنیتي او دفاعي ځواکونو شوی لګښت له شته تاسیساتو سره هیڅ د پرتلنې وړ نه دی، لا هم له سلو زیاتې ولسوالۍ د امنیه قومندانیو ودانۍ نه لري. منابع په اساسي توګه ضایع شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.