Language

د کندهار له هوايي ډګره هند ته د نشه يي توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده

کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کندهار له هوايي ډګره يې هند ته د نشه يي توکو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده.

د ياد وزارت له خوا د مرغومي په ٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، درېيو کسانو  چې غوښتل يې د کندهار هوايي ډګر له لارې يو کيلوګرام هيرويين هندوستان هېواد ته ولېږدوي؛ د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

پرون له هرات هوايي ډګره هم هند ته د نشه يي توکو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې هندوستان ته د نشه يي توکو د قاچاق هڅې شنډې شوې دي.

login or register a new account.