Language

سپين غر زون د احمد شاه ابدالي د کرکټ څلور ورځنيو لوبو اتلولي خپله کړه

کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٨): د افغانستان کورني کرکټ په چوکاټ کې د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو پیل شوې لوبې پاى ته ورسېدې او د ډېرو نومرو په ترلاسه کولو سره د سپين غر زون لوبډلې د دې سياليو اتلولي وګټله.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې سياليو کې د مرکز په ګډون د هېواد د شپږو زونونو لوبډلو برخه اخيستې وه او د دوى ترمنځ ټولې ٢٥ لوبې ترسره شوې.

سرچينې زياته کړې چې د دې سياليو په پاى کې د سپين غر زون لوبډلې په نهو لوبو کې څلور ګټلې او پنځه يې مساوي پاى ته په رسېدو د ١٣٦ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام وګوټ او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي چې د امو زون دويم، د مس عينک زون درېيم، د بست زون څلورم، د کابل پنځم او د بند امير زون شپږم مقام خپل کړ.

دا سيالۍ د ننګرهار په غازي امان الله خان او د خوست ولايت په نړيوالو لوبغالو کې ترسره شوې، وروستۍ لوبه په خوست کې ترسره شوه چې د پاى په مراسمو کې يې د کرکټ بورډ مسوولينو او د خوست والي حليم فدايي هم ګډون کړی و.

د سیالیو د پای مراسمو کې د کرکټ بورډ اجرائیوي مشر لطف الله ستانکزي فرسټ کلاس لوبې د افغانستان د کرکټ لپاره مهمې وبللې او ويې ويل چې د لوبغاړو په روزنه او تخنیک کې مهم رول لري،  په کې ځوان استعدادونه را برسېره کېږي.

نوموړي دغه راز د خوست کرکټ لوبغالي رغنیزو چارو ته په اشارې سره وویل، د لوبغالي چارې په ښه توګه پر مخ روانې دي او ډېر ژر به نورې شته ستونزې هم يو په بل پسې هوارې کړي.

همدارنګه د خوست والي حلیم فدایي هم د کورني کرکټ لوبې د هېواد له کورني اقتصاد سره تشبه کړې چې په وینا یې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ته نوي ځوانان روزي.

د دې سیالیو په پای کې د سپین غر لوبډلمشر نجیب الله تره کې په ۸۲۸ منډو د غوره توپ وهونکي، د امو لوبډلې چپ لاسي سپېنر بالر ذوهیب د ۴۶ لوبغاړو سوځولو سره غوره توپ اچوونکی او د بُست لوبډلمشر منیر احمد کاکړ په ۸۰۹ منډو سره د دې ټولو سياليو د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

login or register a new account.