پل علم (پژواک، ٣ مرغومى ٩٨): په لوګر ولايت کې د ټاکنو کمېسيون قراردادي کارکوونکي شکايت کوي چې د ولسي جرګې ټاکنو پر مهال يې له کمېسيون سره دنده ترسره کړې خو تر اوسه يې تنخواوې نه دي ورکړل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال د تلې مياشتې په ٢٨مه نېټه ترسره شوې.
د لوګر د مرکز پل علم اړوند د عمر فاروق انتخاباتي مرکز د نوم ليکنې مدير زمري د مرغومي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسي جرګې ټاکنو د نوم ليکنې پر مهال يې درې مياشتې د ټاکنو له کمېسيون سره د قراردادي کارکوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
هغه وايي: ((دا څو مياشتې کمېسيون ته ځو راځو، دروازه کې د ننوتلو اجازه نه راکوي، پيسې مو پرې پاتې دي، له يو لوى مشکل سره يې مخ کړي يو.))
دغه راز په لوګر د حامد کرزي لېسې ټاکنيز مرکز کارکوونکي احمد شاه پژواک ته وويل چې د ټاکنو له کمېسيون سره يې دنده ترسره کړې، رسمې قرارداد ليک هم لري خو تنخوا يې نه ورکول کېږي.
هغه وايي: ((په سلو مشکلاتو او امنيتي ګواښونو کې مو ورته کار وکړ خو اوس څو مياشتې تېرې شوې او تنخوا مو نه راکوي.))
همدارنګه د محمد اغې ولسوالۍ د مغل خېلو انتخاباتي مرکز د نوم ليکنې مدير بسم الله پژواک ته وويل چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې يې د ټاکنو له کمېسيون سره دنده ترسره کړې ده.
ده زياته کړه: ((د ولسي جرګې له ټاکنو نږدې يو نيم کال تېريږي، خو دوى زموږ معاشونه نه راکوي، هره ورځ راته يوه او بله بهانه کوي.))
د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون يو شمېر نورو قراردادي کارکوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ګواښ وکړ که چېرې تنخواوې يې ور نه کړل شي، پر لاريونونو به لاس پورې کړي.
په دې اړه د لوګر د ولايتي شورا منشي عدالت عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې يادو کسانو ولايتي شورا ته هم شکايت کړى دى.
د نوموړي په وينا، دغه موضوع د ټاکنو کمېسيون له ولايتي دفتر سره شريکه شوې، څو د حل لپاره یې اقدام وکړي.
عبدالرحيمزي زياته کړه: ((دا ډېر د تاسف ځاى دى چې کمېسيون نه شي کولاى له يوه کال نه په ډېره موده کې د خپلو کارکوونکو معاشونه ورکړي، دغه مشکل بايد جدي حل شي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP