Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بلخ ولايت کې د ملي اردو اووه سرتېري وژل شوي

مزار شريف (پژواک، ٣ مرغومى ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې په بلخ ولايت کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې د ملي اردو اووه سرتېري وژل شوي دي.

د ياد وزارت له خوا د مرغومي په ٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه برېد تېره شپه د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې شوی دی.

سرچينې زياته کړې چې په بريد کې د ملي اردو اووه سرتېري وژل شوي، درې د ملي اردو او درې د ملي امنيت سرتېري ټپيان شوي دي.

خو يوې بلې سرچينې بيا د سرتېرو د مرګ ژوبلې شمېره لوړه ښودلې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې هلته يې د ملي اردو قرارګاه نيولې، د يوه قوماندان په ګډون يې ٢٠ سرتېري وژلي او يو شمېر نور يې ژوبل کړي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.