Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“په هېواد کې د مسګرۍ صنعت د ورکېدو له ګواښ سره مخ دى”

مزارشريف (پژواک، ۳ مرغومی ۹۸): د بلخ پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړيکو له پوهنځي فارغ شوي محصل يوې نوې څېړنې ښودلې ده چې په افغانستان کې د مسګرۍ صنعت د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی.

دغه محصل چې سيد سجاد موسوي نومېږي، په دغه پړاو کې خپل شپږ مياشتنی تحقيق نن (د مرغومي درېيمه) په مزارشريف کې له رسنيو سره شريک کړ.

هغه د خپلې څېړنې په پايله کې موندلې چې په افغانستان کې د مسګرۍ صنعت ۹۰ سلنه له منځه تللی دی.

نوموړي پژواک ته وويل چې څېړنه د هېواد په کابل، هرات او مزارشريف ښارونو کې کړې چې پخوا يې د مسګرۍ په صنعت کې لوی نوم درلود.

هغه زياتوي چې د بازار نه شتون او همدا راز د مس کموالی د دغه صنعت د ورکېدو ستر لامل دی.

موسوي زياته کړه: ((د خپل تحقيق په پايله کې مې وموندل چې په هرات ولايت کې له ۸۰ مسګرانو څخه يواځې يو مسګر پاتې دی، په کابل کې له ۱۶۴ مسګرانو څخه ۴ مسګران پاتې دي او په مزارشريف کې د مسګرۍ له ۴۰ دوکانونو څخه يواځې ۴ دوکانونه پاتې دي چې اوس هم فعاليت کوي.))

هغه نيوکه کوي چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت په افغانستان کې د مس صنعت د ودې لپاره هېڅ ډول برنامه نه لري.

نوموړی زياتوي چې د خپل تحقيق پر مهال يې څارلي چې ياد وزارت دې په برخه کې هېڅ ډول پلان او فعاليت نه لري.

موسوي په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې حتی داسې مرجع يې ونه موندله چې دی د خپلې څېړنې پايلې ورسره شريکې کړي او د ياد صنعت د ودې لپاره ترې مرسته وغواړي.

تاج الدين په مزارشريف ښار کې د مسګرۍ دوکان لري او له تېرو څو کلونو راهيسې پر دغه صنعت بوخت دی.

هغه پژواک ته وويل چې پخوا به د مسګرۍ د صنعت بازار ډېر ښه وو او خلکو به هم له مسي توکو استفاده کوله؛ خو اوس د پلاستيکي لوښو او وسایلو په ډېرېدو له ياد صنعت سره څوک علاقه نه ښکاروي.

د ده په وينا، حکومت بايد د مسګرۍ صنعت د ودې لپاره کار وکړي څو خلک له هغو ناروغيو هم په امان شي چې له پلاستيکي وسايلو پاتې پيدا کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.