Language

د ولسي جرګې پلاوی: د لوګر په ښوونځیو کې د هلکانو د جنسي ځورونو راپور دسیسه ده

کابل (پژواک، ۴ مرغوی ۹۸): د ولسي جرګې ټاکلی پلاوی وايي چې د لوګر په ښوونځیو کې د هلکانو د جنسي ځورونو راپور د پوهنې پر وړاندې دسیسه وه او هغه څوک چې په دې دسیسه کې لاس لري، باید قانوني چلند ورسره وشي.

ګارډین ورځپاڼې د لوګر د مدني ټولنې د معلوماتو پر اساس شاوخوا یوه میاشت مخکې راپور ورکړ چې د لوګر په شپږو ښوونځيو کې ۵۴۶ هلکان د ښوونکو، لویو شاګردانو او قدرت لرونکو کسانو د یوې کړۍ له خوا جنسي ځورول شوي دي.

د دغه راپور خپرېدو خلک او د ملي شورا استازي په غوسه کړل او د لړم په ۲۵مه ولسي جرګې یوه پلاوي ته دنده ورکړه چې یاد راپور وڅېړي.

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي او د یاد پلاوي رییس اسدالله شهباز د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د پلاوي څېړنې له جرګې سره شریکې کړې.

د ده په خبره، د لوګر د ولایتي شورا غړو، مسوولینو او خلکو له دغه پلاوي سره په خبرو کې یاد راپور رد کړ او هغه یې بې اساسه وباله.

هغه زیاته کړه: ((دغه راپور یوه دسیسه وه چې د لوګر د مدني ټولنو له خوا، بهر ته د یادې ټولنې د رییس د مطرح کولو (کېس) لپاره جوړه شوې وه.))

شهباز له جزئیاتو پرته وویل، ځینو کړیو د هېواد د او لوګر ولایت د پوهنې بدنامولو لپاره دغه دسیسه جوړه کړه او هغه کسان چې په دې دسیسه کې لاس لري، باید قانوني چلند ورسره وشي.

هغه زیاته کړه، دغه پلاوي څو ځلې د بشري حقونو له کمېسیون او د موسی محمودي له کورنۍ وغوښتل چې په دې اړه له محمودي سره خبرې وکړي، اسناد او هغه وڅېړي خو محمودي له دغه پلاوي سره له خبرو ډډه وکړه.

هغه وویل: ((په هغه ویډیويي کلېپ کې چې د بشري حقونو په دفتر کې موجود دی او بشري حقونو پلاوي ته ښودلی، محمودي له خلکو بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې ګارډین او طلوع نیوز د ده خبرې تحریف کړې دي.))

د نوموړي په خبره، د لوګر اوسېدونکي، د ولایتي شورا غړو او سیمه ییزو چارواکو د یادې دسیسې د عاملینو د مجازات ترڅنګ له پلاوي وغوښتل چې د یاد راپور له عاملینو سره قانوني چلند وشي، څو په راتلونکي کې نور کسان د پوهنې او دغه ولایت د بدنامولو لپاره اقدام ونه کړي.

هغه د جرګې له اداري پلاوي وغوښتل چې د پلاوي راپور له عدلي او قضايي بنسټونو سره شریک کړي څو په دې اړه تصمیم ونیسي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د دې جرګې په ویبسایټ کې د پلاوي د راپور د خپرېدو غوښتنه وکړه او د جرګې دارالانشا ته یې دنده سپارلې چې د پلاوي موندنې له اړوند بنسټونو سره شریکې کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.