غزني (پژواک، ۴ مرغومی ۹۸): د غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ کې د کابل- کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني د ترافیکو مدیر منیراحمد بختیار پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د اب بند ولسولاۍ اړوند د کابل- کندهار پر لویه لار د سراچې او ټېلري موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه.
هغه وویل چې په پېښه کې پنځه سړي، درې ښځې او څلور ماشومان مړه شوي خو د ټپیانو په اړه یې څه ونه ویل.
د سیمې یوه اوسېدونکي اسدالله هم دغه څرګندونې تایید کړې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP