Language

د تاجکستان سرحدي ځواکونو درې عام افغانان پر ډزو وژلي دي

تالقان (پژواک، ٥ مرغومى ٩٨): د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې درې عام افغانان د تاجکستان هېواد د سرحدي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د مرغومي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د درقد ولسوالۍ د طاهريانو کلي درې تنه اوسېدونکي د ځنګل سيمې ته د لرګيو د را ټولو په موخه ورغلي وو.

هغه وايي: ((دوى له سرحد نه تېر شوي او د تاجکستان خاورې ځنګل ته داخل شوي دي چې هلته پرې د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ډزې کړې دي.))

ده زياته کړه چې په دغه پېښه کې ياد درې واړه عام افغانان وژل شوي دي.

دغه راز په تالقانو کې مدني فعال نعيم الله رحيمي پژواک ته وويل: ((موږ هم خبر شوي يو چې د تاجکستان ځواکونو په درقد کې درې افغانان وژلي دي.))

د تاجکستان هېواد امنيتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې درقد د تخار ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېرى سيمې يې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

login or register a new account.