ګردېز (پژواک، ٥ مرغومى ٩٨): د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې د تېر لمريز کال په پرتله د ګمرک عوايد ۲۱۵ ميليونه افغانۍ زیات شوي دي.
دوی وايي چې که څه هم له ګاونډي هېواد پاکستان سره اړيکې په هغه کچه نه دي چې د سوداګريز چارو پر مټ عوايد زيات شي، خو په خبره يې دا اندازه عوايد له فساد سره د مبارزې او د عوايدو د فرار د مخنيوي له لارې زيات شوي دي.
د والي وياند عبدالله حسرت د مرغومي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې وړاندې زياته شوې لويه برخه عوايد د مشخصو کسانو جېب ته تلل، چې د ماليې وزارت او اړوندو کشفي ادارو پر مټ يې تر يوه بريده مخه نيولې او دا هڅې روانې دي.
حسرت وايي، سږکال ټول ۹۷۱.۲۶۵.۶۲۲ افغانۍ عوايد تر لاسه شوي چې له تېر کال څخه ۲۱۵.۴ ميليونه او د نړيوال وجهي صندوق له ورکړل شوي کلني هدف څخه ۱۳.۸۲ سلنه زيات دي.
نوموړي وويل چې د عوايدو لوټوونکي اشخاص ياده چاره د يوې کړۍ په توګه په خورا مهارت تر سره کوي او له دې امله مشخص څوک نه دي نيول شوي.
ده زياته کړه:((په تېرو دوه کلونو کې د ولايتي ادارې په هڅو په مسلسل ډول عوايد زيات شوي، په ۱۳۹۶ کال کې شاوخوا ۳۰۰ ميليونه افغانۍ، تېر کال شاوخوا ۱۰۵ ميليونه افغانۍ او سږکال ۲۱۵ ميليونه افغانۍ کلني عوايد زيات شوي دي.))
عبدالله حسرت د ګمرک لپاره د خپلې ودانۍ، د لويو بار وړونکو موټرو د درېدو يا مالونو د تخليې او تشرېع د ځايونو نشتوالی د دې ادارې عمده ستونزې يادوي او وايي چې ماليې وزارت تر دمه د دې ستونزې د حل لپاره کوم اقدام نه دی کړی.
عبدالله حسرت وايي چې د ګمرک د عوايدو د زياتولو لپاره له ماليې وزارت سره په ګډه هڅې شوې او په ولايتي کچه هم د خلکو د شکايتونو پر اساس د بېلابېلو اړوندو ادارو پام د عوايدو د چور مخنيوي ته زيات شوی دی.
دی وايي:((د پکتيا ګمرک اداري ودانۍ او د يوه ګمرک لپاره اړينه او لازمه نوره ساحه، ګودامونه او امکانات نه لري او دې تشې ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي موږ لا هم معياري ګمرک نه لرو او نه مو لاره د ترانزيټ په اسانتياوو برابره ده، که څه هم په دې دواړو برخو کې ژمنې شوې، خو تر اوسه عملا هېڅ هم نه دي شوي.))
خو د پکتيا اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت د ګمرک لويه برخه عوايد لا هم ملي خزانې ته نه تحويليږي او په دې اداره کې د شته فساد له امله چور کيږي.
د ځوانانو پارلمان غړی احمدالله احمدي وايي چې لا هم زيات شمېر بار وړونکي موټر په قاچاقي لارو يا د شپې له خوا له ګمرکي محصول پرته تېرېږي، چې په خبره يې ميليونونه افغانۍ فساد په کې کيږي.
احمدي وايي: ((که پر ګمرک واقعي نظارت وشي او شفافيت رامنځته شي، د دې دوه او درې چنده نور عوايد هم تر لاسه کېدای شي. د عوايدو چور کوونکي کړۍ له کلونو فعالې دي او د مياشتې ميليونونه افغانۍ ترلاسه کوي.))
login or register a new account.