Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيکا  د سربند او کانال پروژې چارې بشپړې شوې

ښرنه (پژواک، ٥ مرغومى ٩٨): د پکتيکا په مرکز کې د څه کم ٤٠ ميليونه افغانيو په لګښت  د سربند او کانال  پروژې چارې بشپړې او عملا ترې کار اخيستل پيل شول.

د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني په اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل چې دا د ولس د همکارۍ پايله وه چې د خواجه خېلو د سربند او کانال د پروژې چارې په لوړ او سم کيفيت ترسره شوې.

ده دغه راز د پروژې له مسوولينو هم مننه وکړه چې د پروژې چارې يې د ولس له غوښتنې سره سم په لوړ کيفيت ترسره کړې.

د دې پروژې مسوول او د اوبو او انرژۍ وزارت استازي عبدالستار وويل، د یاد شوي سربند او کانال د جوړېدو چارې د یونیک وهاج ساختماني شرکت له لوري د شاوخوا یو کال په موده کې بشپړې شوې او مالي لګښت یې چې (۳۹۸۹۶۲۲۲) افغانۍ دي، د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا ورکړل شوی دی.

ده زياته کړه، د دې سربند په جوړېدو سره د سيمې (۳۳۰۵) هکتاره ځمکه خړوبه او (۳۷۷۶) کورنۍ به په کرنیزه برخه کې ترې ګټه پورته کړي.

 د سيمې قومي مشر غلام دستګير حيدري وويل، پخوا یې د کرنې په برخه کې د اوبو د نه شتون له امله زیاتې ستونزې درلودې چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به یې دغه ډول ستونزې هوارې او د سیمې د ابادۍ او سمسورتیا لپاره به زیات کار وکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.