خوست ښار (پژواک، ۶ مرغومی ۹۸): د سولې ملي حرکت غړي د افغانستان د څلوېښت کلن ناورين د پای ته رسېدو لپاره جنګ کې له ښکېلو غاړو د اوربند او د بين الافغاني خبرو د پيل غوښته کوي.
هغوی دا څرګندونې نن د «مرغومي ۶مه» د خوست په مرکزي لوی جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال د دغه ولايت اوسېدونکو ته په خپلو خبرو کې وکړې.
د سولې د دغه حرکت مشر حکمت الله صلحي وويل چې څلوېښت کاله کيږي، چې افغانستان کې جنګ روان دی او هره ورځ افغانان په يو او بل نوم وژل کيږي.
ده د دغه ناورين د پای ته رسېدو لپاره اړينه وبلله، چې ښکېلې خواوې تر هر څه لومړی اوربند ته غاړه کيږدي او بيا خپلو کې د بين الافغاني مذاکراتو له لارې تفاهم ته ورسېږي.
ده زياته کړه: "د افغانستان خلک نور له ورور وژنې ستړي دي. نور د کونډو طاقت موږ نه لرو. په هر کور کې کونډه او يتيم شته، موږ افغاني سوله غواړو، موږ د افغانانو سوله غواړو، د امریکایانو او خارجيانو سوله نه غواړو، يواځې افغانان دې ملک ته سوله راوړلی شي. "
د سولې ملي حرکت چې د هېواد د مختلفو ولايتونو ځوانان، مدني فعالان او سپين ږيري په کې شته، تر دې دمه د هېواد ديارلسو ولايتونو ته سفرونه کړي.
د دغه حرکت بل غړي سيف الله روڼ پژواک خبري اژانس ته وويل دغه حرکت غواړي چې د خلکو په مرسته هم پر طالبانو او هم پر دولت فشار راوړي، تر څو خپلو کې خبرو ته کېني.
هغه وايي: "که چېرته انفرادي کارونه کوي او اتفاق نه وي هغه کې خير نشته، انشاءالله په افغانستان کې موږ داسې حرکت پيل کړی، چې د افغانستان ټول وګړي سره يو ځای کړو او د دوی غږ تر يو ځايه ورسېږي، تر څو پر طالبانو او حکومت باندې فشار واچوو چې سوله او روغه وکړي."
د حفيظ الله په نوم د خوست يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې له ۱۳۵۷ کال راهیسې په افغانستان کې جنګ روان دی.
د هغه په وينا، افغانان نور له جنګونو ستړي شوي او د دې توان نه لري، چې کونډې او يتيمان دې په سړکونو او کوڅو کې بې سرنوشته وویني.
هغه زياتوي: "جنګونو کې نور ژوند نه غواړو، موږ سوله غواړو چې په خير مو ژوند تېر شي، چې خپل ماشومان ښوونځيو ته په عزت ولېږو او عزت کې بېرته راشي. "
د سولې ملي حرکت دا غړي داسې مهال له طالبانو او افغان حکومت د اوربند او سولې غوښتنه کوي، چې له نن څخه پوره څلوېښت کاله وړاندې پر همدې ورځ د پخواني شوروي اتحاد لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ. شورویان افغانانو له خپل هېواد څخه وشړل، خو جګړې اوس هم په دغه هېواد کې روان دي او اوس د امریکا او نورو هېوادونو پوځیان افغانستان کې شتون لري.
login or register a new account.