Language

په سمنګان کې د یوه دیني عالم کور سوځول شوی

ایبک (پژواک، ۶ مرغومى ۹۸): په سمنګان کې د روی دواب ولسوال وایي، ناپېژانده کسانو د دغې ولسوالۍ په نوروزي سیمه کې د یوه دیني عالم کور سوځولی او د قران کریم د نسخو په ګډون لسګونه دیني کتابونه هم په کې سوځېدلي دي.

د روی دواب ولسوال خال محمد حقجو د دغو څرګندونو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې ناپېژانده کسانو تېره اوونۍ د شپې له خوا د مولوي صوفي ګل کور ته اور اچولی چې له امله یې دغه کور له یادو کتابونو سره سوځېدلی دی.

هغه وایي، مولوی صوفي ګل تر اوسه پر چا د هغه کور ته د اور اچولو ادعا نه ده کړې، خو لومړنۍ څېړنې ښیي چې د هغه کور ته د شخصي دښمنیو له امله اور اچول شوی دی.

ده وویل چې تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي او په اړه یې د پولیسو څېړنې روانې دي.

خو طالبانو ادعا کړې چې د یاد دیني عالم پر کور سییمه ییزو پولیسو چاپه وهلې او کور یې د قران کریم له نسخو او نورو دیني کتابونو سره سوځولی دی.

login or register a new account.