Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیتي ځواکونو د پکتیکا په خوشامند کې اته ټنه چرس سوځولي

ښرنه (پژواک، ٧ مرغومى ٩٨): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې په خوشامند ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال يې اته ټنه چرس سوځولي او ٢٥٠ کيلوګرامه يې له ځان سره راوړي دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان سمنوال نثاراحمد عبدالرحيمزي په دې اړه پژواک ته وويل چې پوليسو تېره شپه په ډيله خوشامند ولسوالۍ کې د چرسو پر زېرمو عمليات ترسره کړي دي.

هغه وويل چې په دغو عملياتو کې اته ټنه چرس سوځول شوي او ۲۵۰ کيلوګرامه نور امنيتي ځواکونو له ځان سره راوړي دي.

ده وويل چې د يادو نشه يي توکو د ساتنې په تور درې کسان نيول شوي هم دي.

د نوموړي په وينا، د خوشامند ولسوالۍ ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي، نو ځکه خلک يې په خپلو ځمکو کې چرس کري.

دغه راز د سيمې يوې سرچينې پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې خلکو د چرسو ساتلو لپاره مشخص ځايونه جوړ کړي دي.

ده زياته کړه: ((نيول شوي درې کسان مزدوران دي چې د چرسو په کارخانو کې يې کار کاوه.))

په ورته وخت کې د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکي سيف الله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د چرسو د توليد او ساتلو سلګونه کارخانې شته.

د يادونې ده، وړمه شپه هم امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې د عملياتو پر مهال پنځه ټنه چرس له منځه وړي وو.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.