کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۹۸): ولسي جرګې ته د ملي تدارکاتو د ادارې د رییس نه حاضرېدل د دې جرګې غړو په غوسه کړل او یاده اداره یې پر ناقانونه کړنو او فساد تورنه کړه او ویې ویل، د دې ادارې رییس باید څارنوالۍ ته معرفي شي.
د ملي تدارکاتو د ادارې رییس الهام عمر هوتکي د ولسي جرګې د رییسانو کمېټې د پرېکړې له مخې د دې جرګې نننۍ ناستې ته رابلل شوی و، خو ناستې ته حاضر نه شو او جرګې ته یې په یوه لیک کې ویلي چې د جرګې د چهارشنبې ورځې په ناسته کې ګډون کوي.
خو د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل: ((موږ د تدارکاتو ادارې تر امر لاندې نه یو، تېره اونۍ هم اجنډا ته شامل شوی و، حاضر نه شو او د پروژو د مشخص کېدو غوښتنه یې وکړه.))
هغه د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې په دې اړه تصمیم ونیسي.
د دې جرګې د دفاعي چارو کمېسیون رییس میر حیدر افضلي وویل، د دغه کمېسیون د څېړنو په اساس د ملي تدارکاتو اداره په داسې حال کې چې ۴۰۰ بستریز روغتون د درملو له کمښت سره مخامخ دی، په تېر یوه نیم کال کې د درملو تړون نه دی قبول کړی، د ملي دفاع وزارت د وریجو تړون یې داسې شرکت ته ورکړی چې د تړون خلاف عمل کوي او د بهرنیو هېوادونو وریجې د وطني وریجو په بوجیو کې ځای پر ځای کوي او دفاع وزارت ته یې ورکوي، په داسې حال کې چې د تړون له مخې باید وطني وریجې یاد وزارت ته برابرې شي.
هغه دغه راز ادعا کړې چې د ملي دفاع وزارت د مایع ګاز او تېلو تړون داسې شرکت ته ورکړی دی چې د دغه تړون لازمه وړتيا نه لري.
د هغه په خبره، دغه شرکت ته په داسې حال کې د تېلو او مایع ګاز تړون ورکړل شوی دی چې تېر کال یې د کابل ښار د تېلو تړون اخیستی و، خو ویې نه شو کړای چې د تړون مطابق ښاروالۍ ته د اړتیا وړ تېل برابر کړي.
ده زياته کړه، د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي چې د ملي تدارکاتو ادارې له خوا د تړون د نه قبلولو له امله تر اوسه د ژمي لپاره د دغه وزارت د سون توکي نه دي برابر شوي.
دغه راز افضلي ادعا وکړه چې د څو پروژو تړون د ملي تدارکاتو او له ۲۰۰ ډېرې نورو پروژو تړون د ولسمشرۍ ریاست د عملیاتي واحد له خوا د یوې واحدې سرچینې له لارې له داوطلبۍ پرته شوی دی.
نوموړي د ملي تدارکاتو ادارې مسوولین پر ناقانونه کړنو تورن کړل او له جرګې یې وغوښتل چې د دې ادارې مسوولین عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
په دې جرګه کې د کوچیانو استازې حمیدې احمدزۍ وویل: ((روښانه او واضح ده چې د دې ادارې مسوولین په غلا او قانون ماتولو کې لاس لري، په دې اداره کې پراخ فساد موجود دی او ډېری تړونونه یې داسې شرکتونو ته ورکړل شوي چې دوی یې لازم شرایط نه لري، د دې ادارې مسوولین باید څارنوالۍ ته معرفي او اداره یې لغوه شي.))
په جرګه کې د هرات د خلکو استازي نذیر احمد حنفي ولسي جرګې ته د یادې ادارې د رییس نه حاضرېدل دې جرګې ته سپکاوی وباله او زیاته یې کړه: ((دغه اداره هېچا ته ځواب ورکوونکې نه ده، که له ارګ څخه تدارکات بیرون نه شي، په ارګ کې به مرګ پاتې شي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP