کابل (پژواک، ۷ مرغومى ۹۸): ولسي جرګه د کابل – پروان پر لار د وروستیو وژنو په اړه امنیتي مسوولان استجوابوي او له حکومته غواړي چې په بادغيس کې پر یوې لس کلنې نجلۍ د جنسي تېري قضیه په جدي ډول تعقیب کړي.
د کاپیسا د خکو استازي میرداد نجرابي د ولسي جرګې په نننۍ ناسته وویل چې د کابل – پروان لویه لار د دولتي ملکي او نظامي کارکوونکو لپاره خوندي نه ده.
د نوموړي په خبره، نږدې هره ورځ د کابل د قرباغ ولسوالۍ ته څېرمه دولتي کارکوونکي لکه پولیس، قاضي، څارنوال او قومي مخور وژل کېږي.
هغه د کاپیسا ولایت دوو پخوانیو جهادي قوماندانو ته چې پرون د ناپېژانده وسله والو له خوا د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې ووژل شول، په اشارې وویل: «زه نه پوهېږم چې د کابل لومړۍ درجه مسوولان په څه لګیا دي، چې قرباغ د وژنو په ځای بدل شوی دى.»
د لړم په ۲۵ هم د بګرام زندان دوه نظامي څارنوالان د کابل په قرباغ کې په یوه برید کې ووژل شول او ددغه زنده دوه نور نظامي څارنوالان ټپیان شول.
همداراز نجرابي او د جرګې څو نورو غړو د لارو په ځانګړې توګه د کابل – پروان لارې په اړه د امنیتي مسوولانو د استجواب او جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم وویل: «د کابل د قرهباغ ولسوالۍ د وژنو په ځای بدله شوې ده، د لارې امنیت باید په سم ډول ونیول شي؛ څو خلک بې له وېرې پرته تګ راتګ وکړي.»
نوموړي زیاته کړه، راتلونکې اوني یې د کابل ولایت لومړۍ درجه امنیتي مسوولان او د کورنیو چارو وزارت سرپرست په کابل ښار کې د جنایي جرمونو او د کابل – پروان لارې د ناامن کېدو په اړه د جرګې عمومي تالار ته راغواړي.
پر لس کلنې نجلۍ جنسي تېری
سیمه ییز چارواکو پرون رسنیو ته تایید کړه چې د بادغيس د مرکز په قلعه نو ښار کې په یوه دینې مدرسه کې پر یوې لس کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی دی.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي نذیر احمد حنفي دا پېښه جنایت وباله او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دغې پېښې عاملین وپېژني او قانون دې پرې پلى کړي.
په جرګه کې د تخار د خلکو استازې نظیفې یوسفي بېک هم په لس کلنې نجلۍ جنسي تېری غیر انساني او غیر اسلامي عمل وباله، ويې ویل، هغه چا چې دا کار یې کړی، باید سخته سزا وکړل شي څو نورو ته عبرت وي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP