Language

کومانډو ځواکونو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی

غزني ښار (پژواک، ٧ مرغومی ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې کومانډو ځواکونو د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يو زندان مات کړى او اته امنيتي سرتېري يې ژغورلي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري نن پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي دفاع وزارت کومانډو ځواکونو تېره شپه ١١ بجې د غزني د قره باغ ولسوالۍ په موشکي سيمه کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي، زندان يې مات کړي دي.

سرچينه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې څلور د ملي اردو سرتېري، دوه پوليس او دوه پاڅونوال له ياد زندانه ژغورل شوي دي.

خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري بيا پژواک ته وويل چې کومانډو ځواکونو تېره شپه د اب بند ولسوالۍ په بادام سيمه کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې شپږ د ملي اردو سرتېري او درې سيمه ييز پوليس له زندانه ژغورل شوي او د زندان يو ساتونکى وژل شوى دى.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، له دې وړاندې هم افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو زندانونه مات کړي او يو شمېر کسان ترې را ازاد کړي دي.

login or register a new account.