Language

افغانستان په پېښور او پاکستان په کابل کې د ويزو ورکړه پيل کړه

کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٨): د افغانستان حکومت په پېښور ښار کې کونسلګري پرانيسته او پاکستان په کابل کې د ويزې د ورکړې لړۍ پيل کړه.

افغانستان شاوخوا درې مياشتې مخکې وروسته له هغه د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار کې خپله کونسلګري وتړله چې د پاکستان يوې محکمې هلته د افغانستان ملي بانک د ملکيت يوه ودانۍ يوه کشميري ته ورکړه.

د افغانستان د دې پرېکړې په غبرګون کې څو ورځې وروسته پاکستان په کابل کې ويزې بندې کړې او ادعا يې وکړه چې د دوى د سفارت ډیپلومات د افغانستان د امنيتي ارګانونو له خوا ځورول شوی دی.

په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا په يوه لنډه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سفارت د کونسلۍ برخه سر له نن يکشنبې څخه فعاليت پيل کړى او ټولو افغانانو ته چې د ويزې لپاره مراجعه کوي، ويزې ورکوي.

له دې مخکې پاکستان يواځې بېړنيو ناروغانو ته ويزې ورکولې، خو نورو خلکو ته يې ويزې نه ورکولې.

بلخوا پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې په پېښور کې افغان کونسلګري هم تر درېيو مياشتو بندېدو وروسته پرون پرانيستل شوه.

login or register a new account.