Language

افغان حکومت د طالبانو له خوا د اوربند له اعلان وروسته مرکچي پلاوى لېږي

کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٨): د افغانستان حکومت وايي، طالبانو ته منتظر دي چې له امريکا سره يې مذاکرات پاى ته ورسېږي، اوربند اعلان کړي او له هغه پلاوي سره خبرو ته اماده شي چې د افغان دولت استازيتوب کوي.

د حکومت د عامه او ستراتيژيکو اړيکو د دفتر رييس او د ولسمشر سلاکار وحيد عمر د مرغومي په ٨مه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې حکومت د اوربند پر موضوع هر اړخيز او څرګند دريـځ لري.

هغه زياته کړې: ((اوربند د افغان حکومت لپاره د خبرو لپاره مخکنى شرط دى،  دا اوس طالبانو پورې اړه لري چې بايد په دې اړه خپل ذهنونه جوړ کړي، موږ د اوربند په اړه پر اوازه او د اټکلونو څرګندونې نه کوو.))

د افغان حکومت دغه لوړپوړي چارواکي ويلي، څومره ژر چې طالبان په دې اړه خپل ذهنونه جوړ کړي او خپل رسمي نظر څرګند کړي، نو افغان حکومت به هم رسمي نظر ورکړي.

وحيد عمر د افغان حکومت د مرکچي پلاوي په اړه زياته کړې، څومره ژر چې طالبان او امريکا خپلې خبرې پاى ته ورسوي، طالبان اوربند ته اماده شي؛ نو د افغان دولت په استازيتوب به يو مرکچي پلاوى ولېږل شي.

د هغه په وينا، دغه مرکچي پلاوى به وړوکى وي خو د ټولو افغانانو استازيتوب به کوي.

دى وايي: ((موږ له مذاکراتو او يا مرکچي پلاوي څخه ډډه نه کوو، موږ طالبانو ته منتظر يو چې له امريکا سره يې مذاکرات پاى ته ورسېږي، اوربند اعلان کړي او له هغه پلاوي سره خبرو ته اماده شي چې د افغان دولت استازيتوب کوي.))

وحيد عمر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې له تېرو څو ورځو راهيسې د اوربند په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي دي.

ځينې سرچينې وايي چې د طالبانو د قطر دفتر پلاوى پاکستان ته تللى او هلته يې له خپلو مشرانو سره پر اوربند خبرې کړې دي.

راپورونه وايي چې  طالبان د يوې اوونۍ يا لسو ورځو اوربند ته اماده شوي، خو تر اوسه یې په رسمي توګه داسې کوم اعلان نه دى کړى.

له دې مخکې طالبانو دريځ خپل کړى و چې له امريکا سره له تړون وروسته به يواځې له امريکا سره اوربند کوي او کله چې له افغان لوري سره کومې موافقې ته ورسېدل، بيا به له هغوى سره هم اوربند کوي.

په داسې حال کې چې د اوربند په اړه راپورونه ورکول کېږي، پر افغان ځواکونو د طالبانو بريدونه زيات شوي، په هلمند، غزني، تخار، کندوز او يو شمېر نورو ولايتونو کې لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.