پلخمري (پژواک، ٨ مرغومى ٩٨): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د افغانستان د لاسي صنایعو د پرمختیا پروګرام له خوا اضافي معلوماتو ته د لوستو نجونو د لاسرسي په موخه د مطالعې لپاره عامه کتابتون پرانيستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس زکریا ناصري په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، نجونې باید لکه د هلکانو په څېر زده کړې او ترڅنګ یې اضافي معلوماتو ته لاسرسی ولري.
ده زياته کړه، دغه کتابتون چې ۷۰۰ کتابونه په کې دي، پرانيستل شو، په مختلفو برخو کې لوستو نجونو ته د زده کړو ترڅنګ ګڼو نورو برخو کې به ده غوی معلومات زیات کړي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ د پوهنې مدیر محمد اشرف وطنیار وویل، دغه عامه کتابتون به د نجونو د زده کړو په برخه کې د پام وړ مثبت اغېزې ولري او یوشمېر هغه نجونې چې د نه تشویق له امله یې زده کړې پاتې شوي، پاتې زده کړې بیا پیل کړي.
د ده په وينا، تېر څو کاله يې د ځوانانو د ظرفیتونو لوړولو شعارونه واورېدل، خو نن عملاً د نجونو د مطالعې لپاره کتابتون پرانېستل شوي چې هڅه کوي په نجونو کې د کتاب مطالعه دود کړي.
د کتابتون پرانيستې ته راغلې بي بي سعیدې پژواک خبري اژانس ته وویل، په بغلان کې په لومړي ځل د نجونو لپاره د مطالعې دغه کتابتون به نجونې زده کړو ته وهڅوي.
هغه زياتوي، له دغه کتابتون څخه په استفادې به د ډېرو نجونو علمي معلومات زیات شي چې ډېرې له زده کړو پاتې نجونو د تشویق لامل به شي او پاتې شوې زده کړې به بشپړې کړي.
په ۱۳۸۷ لمریز کال کې هم د بغلان فرهنګپالو له خوا د مرکزي بغلان ولسوالۍ بازار کې د بغلان کتابتون په نوم عامه کتابتون جوړ شو، خو د فرهنګیانو په وینا، ترمنځ یې د اختلاف له امله له څو کالو راهیسې يې دروازه تړلې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP