کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٨): ايراني چارواکي وايي چې له افغانستان سره د اورګاډي پروژې کار به تر راتلونکو درېيو يا څلورو مياشتو بشپړ شي.
د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د ترانسپورټ وزارت مرستيال عباس خطيبي پرون رسنيو ته ويلي چې د ايران او افغانستان نښلولو لپاره د اورګاډي پټلۍ د ايران له ختيځ ښار خاف څخه د افغانستان تر هرات ولايته پورې غځول کېږي.
سرچينې زياته کړې چې تر راتلونکو درېيو مياشتو کې به د دې ليکې غځولو چارې بشپړې شي او له هغه وروسته به د اورګارډي د تګ راتګ پروسه پيل شي.
خطيبي ويلي، د ١٩١ کيلومتر په اوږدو کې دغه ليکه به ٢٠٢٠ زېږديز کال مارچ يا اپرېل مياشت کې بشپړ شي او له هغه وروسته به تګ راتګ، صادرات او واردات پيل شي.
د هغه په وينا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ډېر پرمختګ وکړي او افغانستان به وکولى شي د ايران له لارې نورو هېوادونو ته هم خپلې سوداګرۍ ته پراختيا ورکړي.
د يادونې ده، د ايران ترڅنګ افغانستان له ازبکستان سره هم د اورګاډي ليکې په وسيله نښلول شوى دى او افغان سوداګر خپل توکي د اورګاډي له لارې لېږدوي.
login or register a new account.