Language

د بشري حقونو کمېسيون: په کاپيسا کې د عملياتو پر مهال ملکي وګړي وژل شوي

کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٨): د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې په کاپيسا ولايت کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ياد کمېسيون له خوا د مرغومي په ٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ترلاسه شوو راپورونو او په کاپيسا کې د سيمه ييزو چارواکو د تایيد پر بنسټ، تېره اوونۍ (د مرغومي دويمه شپه) د ځانګړې قطعې ځواکونو د نړيوال ايتلاف هوايي ځواکونو په همکارۍ، د مخالفينو د ځپلو په موخه د نجراب ولسوالۍ په افغانيه، بهرام‌خېلو، اهنګران، پشه‌ یي، حصار، صورت خېلو، مهتانیو، لوکاخېلو او صاحبزاده‌خېلو کليو کې ځمکني او هوايي عمليات کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون يو ځل بيا له کورنيو او بهرنيو ځواکونو غوښتي چې په خپلو نظامي عملیاتو کې لا ډېر دقت وکړي، څو ملکي خلکو ته زيان او ضرر وا نه وړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، اوس د دې ډول غمجنو پېښو په تکرار سره د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسيون يو ځل بيا له ښکېلو غاړو په کلکه غواړي چې په خپلو نظامي عملياتو کې د مسوولانه دقت ترڅنګ د نړیوالو بشردوستانه حقونو اصول او د هېواد قوانين په جدي توګه رعايت کړي چې ملکي خلکو ته د زیان او مرګ ژوبلې اوښتو مخه ونيول شي.

دغه راز کمېسيون د دې ډول زيانونو او ضررونو پېښېدو د مخنيوي او خلکو ته د اوښتو زيانونو د جبرانولو او د قربانيانو د حقونو د تامين په موخه له عدلي او قضايي بنسټونو د دغه بريد د څرنګوالي په اړه د پرله پسې او اغېزناکو ارزونو او ورته د رڼې او عادلانه رسېدنې غوښتنه کوي.

ناټو تر اوسه په دې اړه څه نه د ويلي.

login or register a new account.