ګردېز (پژواک، ٨ مرغومى ٩٨): په پکتيا کې د عامې روغتيا رياست اړوند د ٣٥ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې شوې درې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په دې پروژو کې د ۲۱ میليونه افغانیو په لګښت د روغتيا رياست اداري ودانۍ، د ٩،٣ ميليونه افغانیو په لګښت د سوېل ختيځ زون په کچه د واکسين ساتنې ګودام او د څلور ميليونه افغانیو په لګښت د روغتيايي کمپلکس احاطوي دېوال شامل دي.
په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزي وويل چې له دې مخکې يې کارونه د پخواني ملکي روغتون د ودانۍ په يوه برخه کې ترسره کول چې ډېرې ستونزې يې لرلې او اوس يې هغه ستونزې حل شوې.
احمدزي پژواک ته وويل: ((دا ډېر لوی سهولت شو، زموږ کارونه به ورسره ډېر ښه او منظم شي، همدارنګه د واکسين ساتلو ګودام دی چې ډېر مهم او مفيد دى؛ ځکه د واکسينونو ساتل يوه حياتي موضوع ده.))
دغه راز په دې غونډه کې د پکتيا والي شميم خان کټوازی وويل، روغتيا يواځېنۍ برخه ده چې کمپلکس يې د جوړېدو په حال کې دی او زياتې اسانتياوې يې رامنځته کړې دي.
کټوازي وويل چې په ولسواليو کې لا هم په روغتيايي برخه کې زيات کار ته اړتيا شته او هڅه کوي چې د اړوندو بېلابېلو بنسټونو په مرسته ورته رسيدنه وشي.
نوموړي زياته کړه: ((په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې په پکتيا کې د روغتيا په برخه کې مثبت کارونه شوي، هغه حالت ته چې بايد ورسېږو، نه يو رسېدلي، خو که په همدغه حالت مخکې ولاړ شو، د روغتيا په برخه کې به مو تقريباً ډېرې ستونزې حل شي.))
همدارنګه قومي مشر جنت خان منګل وايي چې د مرکز ګردېز د ځينو سيمو په ګډون په ډېری ولسواليو کې خلک لا هم د روغتيا په برخه کې ډېرې ستونزې لري او د اسانتياوو د کموالي له امله د ځينو کوچنيو ناروغيو درملنه هم ستونزمنه کېږي.
منګل پژواک ته وويل: ((پکتيا کې د صحت په برخه کې ډېرې ستونزې دي، زيات وخت درمل او نور شيان نه وي، ښځېنه او نور مسلکي ډاکټران هم کم دي. موږ له ټولو مسئولو ادارو غواړو چې دې مهمې برخې ته جدي پام وکړي.))
د يادونې ده، په ګردېز کې له تېر يوه کال راهيسې د سوېل ختيځ زون په کچه د MRD توبرکلوز او رېفرينس طبي لابراتوار ودانۍ جوړې او پرانيستل شوې، خو تر دې دمه يې د تشکيل د نشتوالي له امله کار نه دی پيل کړی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP