کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٨): د امريکا دفاع وزارت وايي چې هوايي ځواک يې په عراق او سوريه کې د ايران پلوه ځواکونو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي دي.
د امريکا د دفاع وزير مارک اسپير په يوه خبري کنفرانس کې ويلي چې په دغو بريدونو کې د (کتائب حزب الله) په نامه ايراني پلوه ملېشې په نښه شوې چې د ده په وينا، په دې وروستيو کې هلته پر امريکايي ځواکونو بريدونو کې ښکېل وو.
هغه زياته کړې، په بريدونو کې د يادې وسله والې ډلې د وسلو او مهماتو زېرمې او د هغې د جلب او جذب مرکزونه په نښه شوي دي.
د يادونې ده، کتائب حزب الله د امريکا له خوا ترهګره ډله اعلان شوې ده.
امريکايي سرچينو ويلي چې د سوريې پولې ته نږدې د عراق په القايم ولسوالۍ کې د يادې ډلې پر مرکزونه بريدونه شوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.
دغه بريدونه دوه ورځې وروسته له هغه شوي چې د عراق په کرکوک ښار کې پر يوه امريکايي پوځي اډې راکټي بريد کې يو امريکايي سرتېرى ووژل شو او يو شمېر نور ټپيان شوي وو.
بلخوا عراقي سرچينو ويلي چې د عراق په بېلا بېلو سيمو کې پر يادو ايراني پلوه ځواکونو درې بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې ١٨ وسله وال وژل شوي او تر ٥٠ زيات ټپيان دي.
د ايران حکومت او يادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.