ښرنه (پژواک، ٩ مرغومى ٩٨): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې په ګومل ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو د وسلو او ځانمرګو د واسکټونو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
په دې اړه د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي د مرغومي په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو د ګومل ولسوالۍ په ملايانو کلي کې د وسله والو طالبانو د وسلو پر يوې زېرمې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې له دې زېرمې ٣٠ لوى ماينونه، شپږ لاسي بمونه، د ځانمرګو واسکټونه او يو شمېر نور چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
دغه راز د پکتيکا مرستيال والي شېر بادشاه اورګوني وويل چې پوليسو په دې وروستيو کې په مرکز ښرنه او ولسواليو کي بېلابېل ګټور عمليات ترسره کړي دي.
ده زياته کړه: ((موږ به له نورو امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ د دغه ولايت په نورو سيمو کې هم عمليات پلان کړو څو سيمې د وسله والو طالبانو له ګواښونو وژغورل شي.))
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، تېره ورځ هم پوليسو د پکتيکا په خوشامند ولسوالۍ کې د عمليانو پر مهال اته ټنه چرس له کشف او ترلاسه کولو وروسته سوځولي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP