ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بارکزى : د کرکټ بورډ اداره به يو ځل بيا د افغانستان لپاره د ویاړونو کور وګرځي

بارکزى : د کرکټ بورډ اداره به يو ځل بيا د افغانستان لپاره د ویاړونو کور وګرځي

author avatar
30 Dec 2019 - 18:15
بارکزى : د کرکټ بورډ اداره به يو ځل بيا د افغانستان لپاره د ویاړونو کور وګرځي
author avatar
30 Dec 2019 - 18:15

کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٨): د کرکټ بورډ سلاکار  وايي چې په لوبډله کې يې د ورورولۍ فضا رامنځ ته کړې او هيله مندي ښيي چې دغه اداره به يو ځل بيا د افغانستان لپاره د ویاړونو کور وګرځي.

دغه څرګندونې د افغانستان کرکټ بورډ ستر سلاکار عبدالله بارکزي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

ده وويل، د افغانستان کرکټ بورډ اداره د هېوادوالو هغه ملي کور دی چې د ټولو هیلو او خوښیو غوټۍ ور پورې تړلې دي، دغې ادارې افغانستان ته د هیلې نوم ورکړی، افغانستان یې خلکو ته د استعدادونو او اتلانو کور ورمعرفي کړی، خو دغه ملي اداره ځینې وختونه بیا د مدیریت له داسې خلا او تشې سره مخامخ شوې چې ټولې لاسته راوړنې یې له صفر سره ضرب شوې او خلک یې ناهیلي کړي دي.

خو هغه زياتوي، د فرهان یوسفزي تر مشرۍ لاندې د ادارې اوسني مشرتابه د دغو ستونزو د تشخیص او هواري لپاره چټک ګامونه پورته کړي چې په پایله کې به دغه ملي اداره یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ویاړونو کور وګرځي او د هېوادوالو هیلې به راژوندۍ کړي.

نوموړى په دې اداره کې پخوانيو ستونزو ته په اشارې وايي، لا د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته شاوخوا دوه میاشتې پاتې وې چې د وخت ادارې ډېر ناسم او غیر اړین ګام پورته کړ او اصغر افغان یې د افغان لوبډلې له لوبډلمشرۍ ګوښه کړ، په داسې حال کې چې اصغر افغان د افغانستان لپاره ډېرې لوبې ګټلې وې او په نړیواله کچه د هغو لوبډلمشرانو په ډله کې راته چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې زیاتې لوبې ګټلې وې او یو غوره لوبډلمشر و چې په ځانګړي ډول په دغه وخت کې له لوبډلمشرۍ د نوموړي لرې کول یوه ډېره ناسمه پرېکړه وه او ډېرې ناوړه پایلې یې له ځانه سره ولرلې.

د ده په وينا، د وخت ادارې د همدې پرېکړې له امله ملي لوبډله په دوه برخو ووېشل شوه چې دغه کار ملي لوبغاړي له رواني اړخه هم سخت متضرر کړل او پایله دا شوه، څو ملي لوبډله په نړیوال جام کې له خپلو نهو واړو سیالو لوبډلو ماتې ومني او یوه لوبه هم ونه ګټي. دا په اصطلاح د لوبغاړو ترمنځ د ژوند تر ټولو سختې بدې ورځې وې چې د ادارې د هغه وخت د مشرتابه د پرېکړې له امله منځ ته راغلې چې لوبغاړي یې پر یو بل سخت بدګومانه کړل او د دوی ترمنځ د یووالي او ورورولۍ مرام چې د یوې لوبډلې لپاره ډېر اړین وي، صفر کچې ته راټیټ کړ او ډېری ستونزې هم له همدې ځایه راولاړې شوې.

د هغه په خبره، همدارنګه یو شمېر نورو سیاسیونو او د ادارې پخوانیو مسوولینو هم د غچ اخیستو په موخه له دغه فرصته ډېره ناوړه ګټه پورته کړه، د لوبغاړو ترمنځ شته اختلاف ته یې لا ډېره لمن ووهله، دغه کار لا ډېر خطرناک شو او په اصطلاح په خړو اوبو کې یې د ماهیانو نیول پیل کړل، خو کرکټ ته باید د یوې ملي لوبې په توګه کتل شوي وای، ځکه اتلان په نړیواله کچه د افغانستان استازیتوب کوي او د دوی په بریاوو سره د افغانستان نوم ځلیږي، خو له بده مرغه داسې یې ونه کړل، حتی د عمومي ریاست د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره یې بېلابېلې معاملې وکړې، له عقدې ډک چلند یې وکړ او د کرکټ انځور ته یې سخت زیان واړاوه،  لا هم د کرکټ شا نه پرېږدي او د پردې تر شا پر هر ډول دسیسو لاس پورې کوي.

خو دى وايي، د فرهان یوسفزي تر مشرۍ لاندې د افغانستان کرکټ بورډ اوسني مشرتابه پر دې ټولو ستونزو سربېره له نېکه مرغه ځینې داسې پرېکړې وکړې چې د کرکټ په ډګر کې د افغانستان نوم بېرته په ځلېدو شو او لرې به نه وي چې افغان لوبډله د ۲۰۲۰ کال د شل اووریزو لوبو د نړیوال جام په سیالیو او نورو لوبلړيو کې ډېرې بریاوې خپلې کړي او ان شاءالله د افغانستان بیرغ به یو ځل بیا په بریاوو سره رپوي.

دا چې اوس په کرکټ بورډ کوم مثبت بدلونونه راغلي، په اړه يې د کرکټ بورډ سلاکار وويل، د یوه بریالي او با استعداده مشر روزونکي نیول، د لوبډلمشر په توګه د اصغر افغان یو ځل بیا ټاکل، په غوراوي کمېټه کې بدلونونه، د کورني او نړیوال کرکټ لپاره د غوره پلانونو جوړول، د لوبغاړو پر تکړښت، فټنس، وړتیاوو او کارکردګي کار کول، د ادارې او ټولو څانګو لپاره د قوانینو او پالیسیو رامنځته کول، همدارنګه نوي کال ته له مالي اړخه له بودیجوي کسر پرته تګ، اداري اصلاحات، رغنیزې او بنسټیزې چارې ترسره کول، د مفسدو کسانو ګوښه کول او داسې نور ډېر موارد و چې نوي مشرتابه يې په اړوند اداره کې د مثبت بدلونونو رامنځته کولو په موخه ګامونه پورته کړل.

دى همدارنګه زياتوي، پر ټولو یادو اصلاحاتو سربېره یې ځینې داسې ننګونې او ستونزې هم هوارې کړې چې له دې وړاندې کوم بل مشرتابه نه وې حل کړې او په ورته پرېکړو کې پاتې راغلي وو، چې یوه ښه بېلګه یې په دې وروستیو کې د اصغر افغان پر لوبډلمشرۍ د ګلبدین نایب نیوکې او د مشاجرې رامنځته کېدل و.

د هغه په وينا، لکه څرنګه چې پورته اشاره وشوه د اصغر افغان بیا راتګ یواځې د اصلاحاتو په موخه شوی او ټولو هېوادوالو هم له دغې پرېکړې تود هرکلی وکړ، ځکه په راتلونکي ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د شل اووریزو لوبو نړیوال جام او مهمې سیالۍ را روانې دي او باید د ملي لوبډلې په مشرۍ کې داسې یو لوبډلمشر وي چې د لوبو ګټلو او لوبډلې د مدیریت ښه تجربه ولري.

بارکزي زياته کړه، که څه هم له یادې موضوع یو ځل بیا بېلابېلو لوریو ډېره ناوړه ګټه پورته کړه او د لوبغاړو ترمنځ یې ناندریو ته ډېره لمن ووهله، خو د مشرتابه ځېرکتیا چا ته اجازه ورنه کړه، څو لوبغاړي سره وپاشي او دغه موضوع یې په ډېر غوره مدیریت سره حل کړه، دواړه لوري یې سره کېنول، یو ځل بیا یې په لوبډله کې د ورورولۍ فضا رامنځته کړه او ټولو ته یې د ملي مرام ذهنیت ورکړ چې هغه یوازې د افغانستان لپاره لوبه کول او ویاړونه راوړل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.