کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۹۸): ولسي جرګې په داسې حال کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د جوړېدو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب کړ چې ځينو وکیلانو د یاد فرمان صادرول د اساسي قانون له ځينو برخو سره په ټکر کې وباله.
ولسمشر د یوه فرمان له مخې د روان کال د چنګاښ په اتمه د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړ کړ او عبدالسلام رحیمي یې د همدې وزارت د وزیر په توګه و ټاکه.
د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسیون رییس سید حسن شریفي بلخابي چې د ولسي جرګې نننۍ ناستې ته یې د یاد فرمان په اړه معلومات ورکول، وویل، د دې جرګې د دایمي کمېسیونونو په ګډو ناستو کې لسو کمېسیونونو د تایید او پنځو کمېسیونونو د یاد فرمان د رد غوښتنه کړې ده.
هغه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د جوړېدو موخه په هېواد کې د سولې چارو پرمخ وړل وبلل او ویې ویل، د سولې بهیر حساس پړاو ته رسېدلی او دغه بهیر له شعاره وتلی او باید یو خپلواک او ځواب ورکوونکی بنسټ رامنځته شي او دغه بهیر مدیریت کړي.
خو د جرګې ځينې غړي وايي چې دغه فرمان د اساسي قانون خلاف صادر شوی دی.
په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازې فاطمې کوهستانۍ وویل، ولسمشر د داسې فرمان د صادرولو صلاحیت نه لري چې مالي بار ولري او یواځې هغه وخت تقنیني فرمانونه صادرولی شي چې ملي شورا په رخصتۍ وي.
هغه وویل، د یاد فرمان د صادرولو پر مهال ملي شورا په رخصتۍ نه وه.
د اساسي قانون په ۷۹مه ماده کې راغلي: ((حکومت کولاى شي د ولسي جرګې د رخصتۍ په وخت کې له بوديجې او مالي چارو پرته د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب کړي. تقنيني فرمانونه د ولسمشر له توشېح وروسته د قانون بڼه خپلوي. تقنيني فرمانونه بايد د ولسي جرګې د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو کې ملي شورا ته وړاندې شي او که د دې شورا له خوا رد شي، اعتبار نه لري.))
کوهستانۍ وویل، ولسمشر د دغه فرمان په صادرولو اساسي قانون نقض کړی او که د خلکو استازي له قانون څخه پیروي کوي، باید دغه طرحه رد شي.
هغې زیاته کړه: ((د سولې په چارو کې د دولت وزارت نه یواځې د هېواد له وضعیت سره مرسته نه کوي، بلکې هېواد یوه پېړۍ نور هم د جګړې په حالت کې ساتي.))
د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري هم وویل چې تشکیلاتي پړسوب ته په پام د دغه وزارت جوړول ضرور نه دي او نه شي کولای د سولې اړوند ستونزو په حل کې اغېزمن واقع شي.
هغه زیاته کړه، اوس د سولې عالي شورا د سولې په برخه کې فعالیت لري، د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړېدو ته هغه مهال اړتیا احساسېږي چې د سولې عالي شورا منحل شي.
login or register a new account.