خوست ښار (پژواک،۱۰ مرغومی ۹۸): د خوست يو شمېر خبريالان ادعا کوي چې د دغه ولايت امنيه قوماندان ورسره د معلوماتو په شريکولو کې ناغېړي کوي.
هغوی وايي، نږدې يو کال کېږي چې مل پاسوال سيداحمد بابازی د خوست د امنيه قوماندان په توګه پر دنده ګومارل شوی، خو تر اوسه يې دوی ته هېڅ ډول معلومات نه دي ورکړي.
په دغه ولايت کې د عالم ميډيا پروډکشن خبريال بسم الله ارمان وايي، له کله چې بابازی د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوی، دی پر دې نه دی توانېدلی چې د يوې موضوع په اړه د هغه نظر واخلي.
هغه زياته کړه، له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په دې هڅه کې دی چې د امنيې قوماندانۍ له خوا د نيول شوو نشه يي توکو په اړه خپلې ادارې ته راپور جوړ کړي، خو تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې.
ارمان زياتوي: ((د يوه خبريال په صفت مې غوښتل چې د پوليسو په روزنه راپور جوړ کړم، شپږ مياشتې پرله پسې مې له امنيې قوماندانۍ سره اړيکه نيوه خو نه بريالی کېدم، بالاخره په ډېرو مشکلاتو وتوانېدم چې د پوليسو په روزنه راپور جوړ کړم، خو په دې بيا هم ونه توانېدم چې د امنيې قوماندان غږ ترلاسه کړم.))
په دغه ولايت کې د غرغښت په نوم د يوه ځايي ټلوېزيون خبريال قابل نور همکار پژواک اژانس ته وويل چې د خوست امنيه قوماندان له رسنيو سره هېڅ ډول معلومات نه شريکوي.
هغه وايي چې د پېښو او توليدي راپورونو پر وخت دوی ته په ليکلي بڼه معلومات ورکول کېږي چې دا د دوی په درد نه خوري.
همکار وايي: ((د خوست امنيه قوماندان په دې وروستيو کې رسنيو سره ويډيويي او يا غږيز کلېپ نه شريکوي، ځکه د راډيو او تلويزيون لپاره مهم همدا کلېپ دی، چې قوماندان يې نه ورکوي.))
د ژمن په نوم د يوه بل ټلوېزيون خبريال اکبر ياسيني هم پژواک ته وويل له هغې ورځې راهيسي چې سيداحمد بابازی د خوست امنيه قوماندان پر دنده ګومارل شوی، رسنيو سره يې هيڅ معلومات نه دي شريک کړي.
ياسينې وايي که دا لړۍ همداسې دوام پيدا کړي، نو ښايي عواقب به بې ډېر بد وي.
ده زياته کړه: ((تقريباً اونۍ وړاندې ما غوښتل چې په نشه يي توکو ځانګړی راپور وکړم، بار بار مې د قوماندانۍ له وياند سره اړيکه ونيوه، خو قوماندان حاضر نه شو چې موږ ته کلېپ راکړي. که چېرې زموږ دا مسئله جدي ونه نيول شي او قوماندان زموږ دا غوښتنې ونه مني، نو موږ مجبور يو دا مسايل له لوړپوړو چارواکو سره شريک کړو چې بيا به يې عواقب ښه نه وي.))
بلخوا د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سيداحمد بابازي بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، ښايي ځيني وخت يې د ځينو ستونزو له امله رسيده ګي نه وي کړې، خو په نورو ټولو مواردو کې يې خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.
login or register a new account.