Language

په بغلان کې ١٣ طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

پلخمری (پژواک، ۱۲مرغومی  ۹۸): ځايي چارواکي وايي چې په بغلان کې د نښتو پر مهال وسله والو طالبانو او ملي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت د مرغومي په ۱۲ مه پژواک خبري اژانس ته وویل،  طالبانو تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند د پولیسو پر دوو امنیتي پوستو بريد کړى و، چې په پايله کې يې شپږ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ده په خبره، په وژل شویو وسله والو کې د حمید په نوم یو کس چې د وسله والو د ليزري قطعې ډلمشري يې پر غاړه وه، هم شامل دی.

د بغلان د پولیسو ویاند په دغې جګړه کې د دوو ملي پولیسو د وژل کېدو او در ې تنود ټپي کېدو پخلی کوي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي، په دغې جګړه کې څلور پولیس وژل شوي دي .

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.