Language

ارګ: د افغانستان خاوره به هېڅکله د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي

کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٨): د امريکا له خوا په عراق کې د ايراني جنرال د وژلو په غبرګون کې ولسمشر اشرف غني وايي، د افغانستان خاوره به د هېڅ بل کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د ايران د قدس ځواکونو عمومي قوماندان پرون سهار د عراق د پلازمېنې بغداد په هوايي ډګر کې د امريکا په بې پيلوټه هوايي بريد کې ووژل شو.

له يادې پېښې وروسته د ايران او امريکا ترمنځ په سيمه کې د جګړې رامنځته کېدو وېره پيدا شوې او ايران ګواښ کړى چې د سليماني بدل به اخلي.

د افغانستان حکومت د يادې پېښې په اړه په خپل رسمي غبرګون کې ويلي چې په عراق کې د وروستيو حالاتو او په سيمه کې د تاوتريخوالي له زياتېدو سره اندېښمن شوى دى.

له ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر اشرف غني له خولې ليکل شوي چې افغانستان د سيمې وروستي حالات له نږدې څاري او غواړي چې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره دوه اړخيزې او څو اړخيزې نيکې اړيکې ولري.

هغه زياته کړې: ((ايران زموږ ګاونډى هېواد دى، ورسره ګډ ژبني، مذهبي، تاريخي او کلتوري اړيکې لرو، دغه راز امريکا زموږ ستراتيژيک ملګرى دى، له دواړو مو هيله ده چې د تاوتريخوالي له زياتېدو څخه ډډه وکړي او د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې هوارې کړي.))

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت خپل ولس او ټولو ګاونډيو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې له امريکا سره د امنيتي تړون د جزئياتو له مخې، د افغانستنان خاوره به په هېڅ حالت کې د بل کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر اشرف غني نن د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو سره په يوه ټېليفوني اړيکه کې هم پر دې خبرې ټينګار کړى دى.