Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایبک (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۸): د سمنګان پولیس وايي چې د دغه ولایت د دره صوف پایین پر مرکز د طالبانو ډله ییز برید پر شا وتمبول شو او د دې ډلې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند منیر رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه یوولس بجې تر ۳۰۰ ډېرو طالبانو د دره صوف پایین ولسوالۍ د مرکز پر امنیتي پوستو برید وکړ.

هغه د دې په ویلو سره، د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ له څو ساعته نښتې وروسته، د شپې درې نیمې بجې د طالبانو برید پر شا وتمبول شو چې له امله یې د یوه سرګروپ ملا شېرمحمد په ګډون پنځه طالبان ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.

د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د طالبانو یاد ډله ییز برید تایید کړ خو ویې ویل چې په دې جګړه کې یو طالب او شپږ امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې اوونۍ را په دېخوا امنیتي ارګانونو د دره صوف- مزارشریف لارې او سیمې پاکولو په موخه عملیات پیل کړي خو تر اوسه هیڅ سیمه له طالبانو نه ده پاکه شوې.

خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.