غزني ښار (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٨): د غزني د کډوالو چارو رياست چارواکي وايي چې سږکال د دغه ولايت له درېيو ولسواليو څخه د جګړو له امله ٣٥٠٠ کورنۍ غزني ښار او نورو سيمو ته بې ځايه شوې دي.
دغه چارواکي زياتوي، د دغو بې ځايه شويو له ډېرو کورنيو سره مرستې شوې دي، خو بې ځايه شوي بيا وايي چې تر اوسه ورسره مرستې نه دي شوي.
دغه ولسوالۍ جغتو، خواجه عمري او دهيک دي.
تېرکال وسله والو طالبانو پر غزني ښار له بريد وروسته د خواجه عمري او جغتو ولسوالۍ ونيولې چې بيا څو مياشتې وړاندې دغه ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو په خپل کنټرول کې راوستې، خو اوس هم ډېر وخت په دغو ولسواليو کې جګړې وي.
په دې اړه د دهيک ولسوالۍ د تاسين سيمې اوسېدونکي عبدالهادي د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سيمه کې سخته جګړه وه او څو مياشتې کېږي چې ښار ته کډه شوى دى.
هغه وايي: ((سخته جګړه وه، ډېر ملکي کسان په کې مړه شول، ډېرو نورو کډه وکړه، موږ هم دلته راغلي يو، په سخت حالت کې شپې ورځې تېروو، تر اوسه خاصه مرسته هم را سره نه ده شوې.))
همدارنګه د خواجه عمري ولسوالۍ بې ځايه شوي کډوال الله داد پژواک ته وويل چې د جګړو له امله ښار ته کډه شوى دى.
ده زياته کړه: ((اول چې ولسوالۍ طالبانو ونيوله، يو څو ورځې ارامي وه، خو کله چې دغه ولسوالۍ بېرته حکومت ونيوله، نو له هغه وروسته هره ورځ جګړې وي او وضعيت ډېر خراب دى.))
نوموړي زياته کړه: ((ټولو ته معلومه ده چې په غزني کې هوا ډېره سړه ده، موږ د خوراک او څښاک او اور بلولو لپاره خاص څه نه لرو، نو موږ سره بايد کمک وشي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو بې ځايه شويو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې د لاسنيوي غوښتنه وکړه.
په دې اړه د غزني د کډوالو چارو رييس علي احمد احمدي پژواک ته وويل چې په روان کال کې له دهيک، جغتو او خواجه عمري ولسواليو څخه څه باندې ٣٥٠٠ کورنۍ غزني ښار او نورو سيمو ته بې ځايه شوې دي.
هغه وايي، دغه کورنۍ د جګړې له امله بې ځايه شوي او له ډېرو سره يې مرستې هم شوې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP