کابل (پژواک، ١٤ مرغومی ٩٨): د ولسمشر دویم مرستیال اساسي قانون شرعي خو د سمون لپاره د تعدیل وړ بولي، خو د ولسي جرګې ځیني غړي وايي چې د دغه قانون ډېر مواد حکومت نقض کړي او باید مخه یې ونیول شی.
د ولسمشر محمد اشرف غني دوېیم مرستیال محمد سرور دانش نن په کابل کې د افغانستان اساسي قانون د تصویب شپاړسمې کالیزې په نمانځغونډه کې وویل، طالبان په افغانستان کې د سولې د یوه تړون کولو په موخه ځکه د اساسي قانون د تعدیل غوښتنه کوي چې ګواکې دغه قانون له شرعي پلوه ستونزه لري.
خو دی وايي، دغه ادعا بې بنسټه ده او په هېڅ ډول د منلو وړ نه ده؛ ځکه چې د دغه قانون د جوړښت پر مهال دیني عالمانو د دغه قانون پر هره ماده له شرعی پلوه بحثونه کړي او دغه قانون یې د عقایدو او ټولو ارزښتونو بېلګه بللې ده.
هغه د طالبانو اسلامي امارت ته په اشارې وویل چې امارت، خلافت او نور یوازې القاب دي نه یو سیاسي نظام او دا مهال ډېر دولتونه له درېیو قواوو (اجرایه، مقننه او قضايه) څخه جوړ دي چې په سر کې یې ولسمشر وي.
خو سرور دانش وایي، په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان د اساسي قانون له پلي کېدو ترلاسه شوو تجربو ته پام، د یاد قانون پر هغو برخو د تعدیل لپاره بحث کېدای شي چې ابهام لري او یا باید د وخت له غوښتنو سره سم تعدیل په کې راوستل شي.
دغه راز د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون ريیس محمد قاسم هاشم زاده دغې ناستې ته وویل، یو دولت نظم او اساسي قانون ته اړتیا لري او سوله د نظم زېږنده ده.
دی زیاتوي، د سولې غوښتنه اساسي قانون ته له احترام پرته باید د منلو وړ نه وي او د سولې لپاره د اساسي قانون پر پلي کېدو باید تکیه وشي.
د اساسي قانون مواد نقض شوي
د ولسي جرګې ځیني غړي وایي چې د اساسي قانون ډېر مواد د دولت درې ګونو قواوو، په ځانګړې ډول حکومت له خوا نقض شوي دي.
د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري نن د دې جرګې په غونډه کې وویل چې د اساسي قانون ۶۲ سلنه مواد د دولت د درې ګونو قوو له خوا نقض شوي دي.
ده د جرګې له اداري پلاوي او د خلکو له استازو وغوښتل چې د اساسي قانون پلي کولو لپاره هڅې وکړي او د نقض مخه یې ونیسي.
login or register a new account.