Language

ډېری افغان سیاستوالو د سلیماني وژل غندلي او د لانجې کمولو غوښتنه یې کړې

کابل (پژواک، ١٤ مرغومی ٩٨): ځينو افغان سیاسي ګوندونو او سیاستوالو د ایران د قدس ځواکونو د قوماندان قاسم سلیماني وژنه غندلې او نوموړي ته یې د «شهید» خطاب کړی دی، خو افغان حکومت په احتیاطي ډول له امریکا او ایران څخه غوښتي چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

قاسم سلیماني تېره ورځ د عراق د پلازمېنې بغداد په هوايي ډګر کې له پنځو نورو کسانو سره یو ځای د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په یاده پېښه خپه شوی دى او زياته کړې يې ده: ((د دې پېښې له امله یې د سردار سلیماني کورنۍ، حکومت او د ایران خلکو ته تسلیت ویلي دی.))

د ده په وينا، ایران د افغانستان ګاونډی او متحد دی. د جهاد او مقاومت پر مهال د خلکو تر څنګ ودرېد. د بیارغونې په دوره کې یې د بیارغونې او استقرار ملاتړ وکړ او کلونه کېږي چې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کوي.

خبرپاڼې زیاته کړې، امریکا هم د افغانستان ستراتیژيکه متحده ده او په وروستیو کلونو کې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې، ثبات د تامین، بیارغونې او حکومتولۍ په برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

عبدالله ویلي: ((افغانستان د ترورېزم او تاوتریخوالي د یوه قرباني په توګه په سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو کې د تاوتریخوالي له منځه وړلو غوښتنه کوي او هیله لري چې وروستۍ پېښې په افغانستان کې زموږ د دوستانو او متحدانو پر وضعیت او همکارۍ منفي اغېز ونه کړي.))

بلخوا د افغان ولسمشر مخکيني امنیتي سلاکار محمد حنیف اتمر سلیماني ته د «شهید» خطاب کړی او د نوموړي له کورنۍ، د ایران له دولت او ملت ته یې د همدردۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

هغه زیاته کړې: ((د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د مشاوریت په څوکۍ زما د خدمت په دوره کې د امنیت د ټینګښت او سولې بهیر د تقویې په برخه کې د دواړو دولتونو همکارۍ د شهید سردار سلیماني په جدي ملاتړ پراخې شوې او زه یې قدردانی کوم.))

د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت پخواني وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ غړي محمد اسماعیل خان هم سلیماني شهید بللی او د نوموړي وژنه یې غندلې ده.

هغه ویلي: ((سردار شهید د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت پر مهال د بېلا بېلو یرغلونو په ځانګړې توګه شوروي اتحاد له خوا زموږ د هېواد د اشغال پر مهال تل د هېواد له مبارزینو او مجاهدینو ملاتړ کړی او هېڅ هڅه یې نه ده سپمولې.))

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال احمد ضیاء مسعود هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي: ((د سردار قاسم سلیماني ناڅاپي شهادت د ورور اسلامي جمهوري ایران ګران ملت ته وایم. سردار قاسم سلیماني بې بدیله اتل او د اسلامي نړۍ یو ستوری و. اسلامي نړۍ د زورواکۍ، تبعیض او ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د سختو ورځو کس او ګران زوی له لاسه ورکړ.))

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور هم ویلي چې نړۍ اوس تر بل هر وخت ډېر سولې او امنیت ته اړتیا لري.

login or register a new account.