کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړى چې که ايران پر امريکايانو د بريد تېروتنه وکړي، نو امريکا به هم د ايران پر ٥٢ مهمو هدفونو خطرناک بريدونه وکړي.
د ايران او امريکا ترمنځ اړیکو وروسته له هغه جګړه ييز حالت خپل کړ چې امريکا د عراق د پلازمېنې بغداد په هوايي ډګر کې د ايران د القدس ځواک پر عمومي قوماندان جنرال قاسم سليماني او د عراقي پاڅونوالو پر مشر هوايي برید وکړ او ووژل شول.
له يادې پېښې وروسته ايران ګواښ کړى چې د سليماني غچ به اخلي او په سيمه کې به د امريکا پر اهدافو بريدونه کوي.
د ايران د سپاه پاسداران انقلاب عمومي قوماندان پرون ګواښ وکړ چې د اسرايل د پلازمېنې تل ابيب په ګډون یې په سيمه کې د امريکا ٣٢ اهداف په ګوته کړي دي.
بلخوا د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه تازه ټويټ کې ګواښ کړى، که چېرې ايران پر کوم امريکايي وګړي يا اهدافو باندې د بريد تېروتنه وکړي، نو امريکا به د ايران پر ٥٢ هدفونو يا سيمو بريدونه وکړي چې د ايران لپاره ډېر مهم دي.
هغه زياته کړې: ((دا ٥٢ سيمې له مخکې څخه په نښه شوې دي، دا ٥٢ هدفونه ځکه ځانګړي شوي چې ايران څو کاله مخکې ٥٢ امريکايي وګړي برمته کړي وو.))
ده ويلي، له تېرې څه مودې راهيسې ايران يوه ستونزه جوړه شوې ده، امريکا نور نه غواړي د خلکو ګواښونه واوري.
دا په داسې حال کې ده چې پرون يو ځل بيا په عراق کې پر امريکايي پوځي اډو راکټي بريدونه شوي، خو تر اوسه د زيانونو راپور نه دى ورکړل شوى.
د ايران او امريکا ترمنځ تازه تاوتريخوالى هغه مهال پيدا شو چې په عراق کې د امريکا پر يوې پوځې اډې د بريد په پايله کې يو شمېر امريکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
امريکا د دغه بريد پړه پر ايران پلوه عراقي ملېشو (کتايب حزب الله) واچوله او ايران يې هم په دغو بريدونو کې پر لاس لرلو تورن کړ.
د دې په غبرګون کې امريکا د تېرې جمعې په ورځ د بغداد پر هوايي ډګر بريد کې قاسم سليماني او د يادو ملېشو مشر ووژل.
login or register a new account.