Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سوېل ختيځ زون د مرکزي زندان بنديان د ځای له تنګوالي شکايت کوي

ګردېز (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۸): د سوېل ختيځ په مرکزي زندان کې زندانيان د ځای له تنګوالي شکايت کوي او وايي چې د بنديانو په هره خونه کې له ټاکل شوي شمېره دوه برابره زيات کسان اچول شوي دي.

دوی په ياد زندان کې له شته ځينو نورو ستونزو هم شکايت کوي او وايي چې د روغتيا، خوړو او نورو برخو کې هم ستونزې لري.

يوه بندي محمد ياسين د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځای د تنګوالي له امله يې ژوند خورا سخت دی.

ياسين وويل: ((موږ په دې يوه وړوکي اطاق کې ۲۲ کسان يو، که څه هم چې اوس هوا سړه ده خو موږ مجبور يو چې پکى چالان کړو او يا هم کړکۍ خلاصې پرېږدو.))

يو بل زنداني محمد رووف پژواک ته وويل چې د ځای د تنګوالي، په هره خونه کې د کسانو د زياتوالي او زيات شور ماشور له امله هېڅکله پر وخت خوب او ارام نه شي کولای.

رووف وايي: ((ځای تنګ دی، په تشنابونو او حمامونو ډېر رش وي، په هر څه کې ستونزه ده، خوب او ارام مو نشته، له دې امله بېخي روحي تکليف راته پيدا شوی دی، اطاقونه هم ډېر واړه دي، ډوډۍ پر خپل وخت نه وي او که وي هم د خوراک نه وي.))

ولي خان بيا وايي چې ډېری مهال ورته ورکول کېدونکي خواړه او وچه ډوډۍ سمه نه وي او ناروغو زندانيانو ته هم پر وخت پاملرنه او د هغوی درملنه نه کېږي.

خان زياته کړه: ((دا اطاق خپله وينئ چې لس کټونه لري او د لس يا دوولس کسانو لپاره دی، خو دلته ۲۳ کسان اوسېږي، ډوډۍ ځيني وخت ډېره ناوخته وي، د پايواز ځای مو ډېر کم او وړوکی دی.))

يو شمېر نورو زندانيانو هم ورته څرګندونې وکړې او د يادو ستونزو د حل کېدو غوښتنه يې وکړه.

دغه راز پکتيا کې د بشر حقونو خپلواک کميسيون د سيمه ييز دفتر مسوولين هم د زندانيانو ستونزې مني او وايي چې ياد زندان د ۲۵۰ کسانو لپاره دی، خو اوسمهال په کې ٦٠٢ زندانيان ساتل کيږي.

د ياد کميسيون د څار او څېړنې څانګې مرستيال شفيق الله شفق پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د زندان د خوړو له نوي قرارداد سره، چې په خبره يې په پلازمېنه کابل کې ورکړل شوی، د زندان د خوړو کيفيت هم خورا خراب شوی دی.

شفق وايي چې په زندان کې د بندي اووه مېرمنو او ور سره اووه ماشومانو خونه فرش نه لري او دوی د زندان اوسني حالت ته اندېښمن دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.