پلخمری (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۸): د بغلان ولایتي شورا د پرمختيايي پروژو د څار کمېټې غړي وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د قهوه خانې بڼ سړک چارې په معياري ډول نه جوړېږي.
د بغلان د ولایتي شورا غړي بسم الله عطاش د مرغومي په ۱۵مه له یادې پروژې د لیدنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سړک په لومړۍ برخه کې اچول شوي مواد ۷۰ سلنه خاوره او بې کيفیته مواد دي.
عطاش وايي: ((پر سړک اچول شوي مواد جغل نه، بلکې ۷۰ سلنه بې کیفیته د غره تېږي او خاوره ده چې باید له قراردادي شرکت او اړوندو مسوولینو یې پوښتنه وشي.))
ده زياته کړه چې د دغه سړک قرارداد په ١٥ ميليونه افغانيو ورکړل شوى خو چارې يې رڼې نه دي او د فساد امکان په کې شته دى.
ده وويل: ((له ښارواله غواړم چې دغه پیسې د دې پر ځای چې دلته بې ګټې مصرفوي، په بل مناسب ځای کې دې کار ترې واخلي.))
د ولایتي شورا بل غړی محمد حنیف کهګدای وايي چې له دغه ډول بې کیفیته سړک جوړولو خو هغه پخوانی سړک ډېر معیاري و.
ده زياته کړه: ((اړتیا څه ده چې سم سړک یې وران کړ او پر ځای یې بې کیفته سړک جوړولو چارې پیل کړې.))
د يادو څرګندونو په غبرګون د پلخمري ښاروال نظام الدین حمیدي بيا د ولايتي شورا د غړو ادعاوې رد کړې او ويې ويل چې د قهوه خانې سړک له تړون سره سم په معياري ډول جوړېږي.
هغه وويل: ((وکیلان به هر څه وايي ماته د سړک په تخنیکي چارو پوه کس نیوکې او نظر د منلو دی، نا مسلکي ادعاوې راته هېڅ ارزښت نه لري.))
ښاروال د یاد سړک جوړولو چارې رڼې او په کې کارول شوي مواد مناسب بولي او زیاتوي د سړک په کښته برخه کې کارول شوي مواد د غره تیږي او هغه خاوره ده چې باید د سړک په دغه برخه کې ترې کار واخیستل شي.
خو په دې پروژه کې یو کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي چې د سړک د کندو ډکولو په موخه د غره د تېږو او خاورو ترڅنګ له کثافاتو هم کار اخيستل شوى دى.
د يادې پروژې مسوولينو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن